د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

"ترڅو چې غوښتنې مې ومنل شي له دولت سره همکاري نه کوم"


د حضرت صبغت الله مجددي د دفتر رئیس ځینې کورنۍ کړۍ په دې تورنوي، چې جمهور رئیس حامد کرزي یي هڅولې چې د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د ښاغلي مجددي پر ځای د دې شورا د پخواني رئیس زوی صلاح الدین رباني وټاکي.

د ښاغلي مجددي د دفتر رئیس شاه اغا صدیق مجددي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ښاغلي مجددي دا مسئله د ځان سپکاوې بللې او له همدې امله نور له دولت سره همکاري نه کوي:

"د حضرت صیب دا نهايي پریکړه ده چې تر څو خپل سري روانه وي زه دې حکومت سره کار نه کوم."

صدیق مجددي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې جمهور رئیس حامد کرزي د ښاغلي صبغت الله مجددي استعفا نه ده منلې.

حضرت صبغت الله مجددي د مشرانو جرګې او د سولې د عالي شورا غړیتوب لري او د منازعاتو د حل په نوم د یوه خپلواک کمیسیون مشري هم پر غاړه لري.

د ښاغلي مجددي د دفتر رئیس همدا راز وویل، چې خپله صلاح الدین رباني هم د سولې د عالي شورا له ریاست تیر دی او له ښاغلي مجددي نه یې غوښتي و، چې د سولې د عالي شورا ریاست ومني.

بل خو ا د سولې د عالي شورا یو غړی ارسلا رحماني وايي، چې د ښاغلي مجددي استعفا به د سولې د عالي شورا په کار کوم تاثیر ونه لري خو ښاغلی رحماني په دې باور هم دی چې د نوموړي استعفا به ونه منل شي:

"ددی استعفي به د ولسمشر له خوا ونه منل شي او دا د سولې پر پروسې هم تاثیر نه لري."

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي هم تایید کړې چې د ښاغلي صبغت الله مجددي اعتراض جمهور رئیس ته رسیدلی دی.

نوموړي رسنیو ته ویلي چې جمهور رئیس حامد کرزی به د ملي ګټو له په پام کې نیولو سره ډیر ژر د سولې د عالي شورا نوی رئیس وټاکي.

ویل کیږي چې دغې څوکۍ ته سربیره پر صبغت الله مجددي او صلاح الدین رباني پخواني جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني هم په پام کې نیول شوی.

خو ځینې کارپوهان وايي چې له صلاح الدین رباني نه په شمال کې د ځینو پخوانیو جهادي کړیو ملاتړ به ددې سبب شي چې جمهور رئیس نوموړي ته ترجیح ورکړي.
XS
SM
MD
LG