د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۹

هند ته د زرداري سفر به د افغانستان پر وضعیت څه تاثیر وکړي؟


ټاکل شوې اصف علي زرداري د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ لسیزه کې هند ته سفر وکړي.

د جمهوري ریاست ویاند سناتور فرحت الله بابر، چې پرون يې په اسلام اباد کې د دې سفر خبر ورکړ دقیقه نيټه ونه ښوده، خو راپورونه وايي، د هند صدراعظم ډاکتر منموهن سنګهـ د روانې میلادي میاشتې پر اتمه نیټه د ښاغلي زرداري په ویاړ د میلمستیا ترتیبات نیولي.

له ۲۰۰۵ کال راپه دیخوا دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان جمهور رئيس هند ته سفر کوي.

په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر تاج هوټل د یوې وسله والې ډلې تر برید وروسته، چې ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلې اړيکې لا پسې خرابې شوې.

هندوستان ددې پيښې پړه په مستقیم ډول پر پاکستان واچوله.

دا چې د زرداري دا سفر به د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو په اواري که څومره ګټور وي او هم دا چې د افغانستان پر وضعیت په څه تاثیر ولري؟

په پيښور کې د ازادۍ راډيو خبريال په دې اړه د پيښور پوهنتون د نړېوالو اړیکو د پوهنځي له رئيس پوهاند ډاکتر اعجاز خټک سره مرکه کړې او په پيل کې يې د دې سفر د اصلي هدف په باب د هغه نظر پوښتلی :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG