دا لومړی ځل نه دی، چې یو شمېر افغانان د کورنیو هوایي شرکتونو په الوتکو کې د سفر له خدماتو سرټکوي.
دوی د ټرانسپورټ له وزارت څخه غواړي، چې، د ستونزې اواري ته دې تدابیر جدي کړي، څو د هېواد په هوایي چلند کې شته ستونزه له مینځه لاړه شي.
یو شمېر مسافرینو د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، کوم هوایي شرکتونه چې نن سبا په هیواد کې فعال دي، په ټاکلی وخت الوتنې نه کوي چې دې کار خلک او په تیره ښځې، ماشوما ن او ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي:
″ ۱- دهوایی ټول چلند ګډوډ دی، خلک په څلور پنځه ساعته مخکې غواړي، چې دا اوږد انتظار د خلکو د ستونزو سبب کېږي.
۲- زه له دوبی راغلم، هلته یې هم څلورساعته مخکې غوښتی وم، په انتظار انتظار مې پښې له کاره ولویدې.
۳- دا ستونزه شته او زموږ په نسبت ماشومان، ښځې او ناروغان ډیر ځوروي. وزارت باید دې ستونزې ته پام وکړي.″
اکثره مسافرین وایي، چې دوی نه یوازې له الوتنې مخکې بلکې خپل منزل ته له رسیدو وروسته هم له ستونزو سره مخ وي او خپلو مالونو ته ساعتونه انتظار باسي.
د هیواد د ټرانسپورټ وزارت دا ستونزې تایید کړې، خو وایي، چې د تیرو کلونو په نسبت د هوایي چلند په ستونزو کې د پام وړکموالی راغلی او هڅې تیزې شوي، چې د نویو قوانینو له پلې کېدو سره شته ستونزې هم اوارې شي.
د موضوع په هکله د دی وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل:
″وزارت دا مساله جدي نیولې او سپارښتنه یې کړې هرشرکت چې خلک له معقول عذر پرته په انتظار کې ساتي، باید قانوني چلند ورسره وشي او بله دا چې دې وزارت یولړ نوي قوانین تصویب کړي او د پلي کېدو په حال کې دي، هغه څارل کېږي او هیله ده، چې دا ستونزه په لږه موده کې اواره کړي.″
د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې لس کورني او بهرني هوایي شرکتونه فعال دی.
په دوی کې هره ورځ څه باندی دوه زره مسافر د هېواد ولایتونو او بهرنیو هیوادونو لکه، اسیایي او عربي هغوې ته الوتنې کوي.
کارپوهان وایي، ډیر افغانان هڅه کوي، چې د نا امنیو له امله له یوه ولایته بل ته په الوتکو کې لاړشي.
دوی وایي ټرانسپورټ وزارت ته په کار ده، چې د هېواد هوایي چلند د تخنیک او مسلک په پرمختللو معیارونو سمبال کړي.
راپور: خان محمد سیند