د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

بې پیلوټه الوتکو په یمن او پاکستان کې پر القاعده حملې کړي


امریکایي سرچینو پرون خبر ورکړ، چې بې پيلوټه الوتکو په یمن او پاکستان کې د القاعده د وسله والو په مشکوکو ځایونو حملې کړې دي.

د رویټرز اژانس په حواله، په دې دواړوهیوادونو کې د په نخښه شویو اهدافو ترمنځ اړیکه نه شته خو د رویټرز خبري اژانس په حواله، داسې ګومان کیږي، چې په دې سیمو کې د القاعده د تروریستي شبکې ملاتړ کونکي موجود دی.

د پاکستان د استخباراتو یوه مامور تایید کړې، چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه بازار ته نږدې پر یوه ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو په وروستۍ حمله کې لږترلږه څلور تنه مشکوک وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

ځیني رپوټونه وايي، چې متحدو ایالاتو تر دې مخکې پاکستان ته ویلي وو، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کیدو لپاره د هڅو په لړ کې به پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو حملې بندې کړي. خو امریکايي چارواکو دا رپوټونه رد کړي دي.

رویټرز اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله لیکلي دي، چې د امریکا متحدو ایالاتو له ترویزم سره په مبارزه کې دا حملې له پاکستان څخه د ملاتړ لپاره پيل کړې دي او په راتلونکې کې به هم دوام وکړي.

دغه امریکايي مقام ویلي دي، چې امریکا او پاکستان له څه مودې راهیسې په دې مساله په خبرو بوخت دي او غواړي داسې لارې پیدا کړي؛ چې د القاعده او نورو تروریستي ډلو په وړاندې په مبارزه کې د دوی همکاري زیاته کړي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي دي، چې په قبایلو کې په خپل سر د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حملې د دوی د حکومت د حاکمیت په اړه پوښتنې پیدا کوي.

خو یوه امریکايي چارواکي ویلي دي، چې که چیرې پاکستاني مقامات په ريښتني ډول د خپل هیواد د ملي حاکمیت په اړه اندیښنه لري، نو باید د هغو تروریستي ډلو مخنیوی وکړي، چې له هغه ځایه د پاکستان د ګاونډيو او غرب په ضد تروریستي حملې پلان کوي.

دغه امریکايي مقام رویټرز ته ویلي، چې د پاکستان ملي حاکمیت ته اصلي خطر د القاعده او نورو ورسره تړلو ډلو له خوا متوجه دی او د اسلام اباد حکومت یې باید په وړاندې مبارزه وکړي.

په عین حال کې وروستي رپوټونه وايي، چې د یمن په جنوب کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په راکټي حمله کې چې هدف یې له القاعده سره د تړلو وسله والو د سپرلۍ موټر وو، پنځه تنه وسله وال ووژل شول.

د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو له خوا دا حملې د یمن په جنوب کې د شبوه په سیمه کې شوې دي. ویل کیږي، چې له القاعده سره مشکوک تړلي وسله وال په موټر کې د ناڅرګند موقعیت په لور روان وو، چې د بې پيلوټه الوتکې له خوا یې موټر وویشتل شو.
XS
SM
MD
LG