د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

ننګرهار: وسله والو دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


نا پېژاندو وسله والو د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سيمه ييزې شورا د پرمختيايي کمېټې پر مشر خان محمد بريد کړى.

دغه بريد کې نوموړى وژل شوى او مېرمن يې ټپي ده.

د ښيوې ولسوال اعجاز مومند وويل، چې پيښه تېره نيمه شپه د ولسوالۍ بازار ته نېږدې سيمه کې رامنځته شوې ده.

ولسوال زياته کړه: ″د خان محمدپه نوم وژل شوي کس په ولسوالۍ کې شخصي کلينک درلود چې نامعلومو کسانو يې پرکور تراوښتو وروسته وژلى دى.″

نوموړي وويل، د خان محمد د وژنې لامل لانه دى څرګند؛ خود پيښې په اړه پلټنې پيل شوي؛ ترڅو يې دعاملينو پرنيولو وتوانېږي.

د دغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر زلمى بيا وايي، چې ډاکټرخان محمد د خپل مسلک سربېره ددوى دشورا دپرمختيايي کمېټې مشري کوله.

مظلومياروويل چې نامعلومو وسله وال د شپې له تيارې څخه په ګټې اخستنې نوموړى په خواږه خوب د ويدو پرمهال وژلى دى.

دسيمه ييزې شورا مشرداهم وويل چې ډاکټرخان محمدد له چا سره شخصي بدي نه لرله.

ډاکټر خان محمد يوه درې کلنه لور لري.

تراوسه پورې ددې وژنې مسووليت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دى اخستى.

محمدداودوفا- جلال اباد
XS
SM
MD
LG