د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

القاعده بیا افغانستان ته مخه کړې


د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره په هغو ګواښونو بحثونه کړي، چې د امریکایي چارواکو په وینا افغانستان سره په ممکنه ډول مخ کیدای شي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، چې القاعدی بیا افغانستان ته مخه کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې ریان کراکر پدې باور دی، که نړیواله ټولنه ووایي، چې په افغانستان کې ستړې شوې، القاعده به بیرته په افغانستان کې خپلې پښې ټینګې کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ناټو د ځینو چارواکو په حواله لیکلي، چې د القاعده له سلو زیات غړي افغانستان ته راستانه شوي او له پاکستان سره نږدې په کونړ او نورستان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي.

ورځپاڼې دې ګواښونو ته په پام سره د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، که څه هم په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوې، خو دغه هیواد لا هم د لویدیځو هیوادونو ملاتړ ته اړیتا لري.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا دغو ګواښونو ته په اشارې د افغان حکومت په هغه دریځ ټینګار کړې، چې پکې له ډیورنډ پولې بل لور ته د وسله والو د پټن ځایونو د له منځه وړلو غوښتنه شوې.

ورځپآڼه لیکي، چې افغان دولت له ډیره وخته دا غږ پورته کړې، چې نړیواله ټولنه دې د پولې بلې غاړې ته د وسله والو د پټن ځایونو، روزنیزو مرکزونو او اډو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

ورځپاڼې بیا هم پدې ټینګار کړې، تر هغو، چې دا مرکزونه موجود وي په افغانستان، سیمه او د نړۍ هیوادونو کې به د وسله والو ترهګریزې حملې روانې وي.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د القاعده د راستنیدو په اړه د امریکا د سفیر څرګندونې حیرانوونکې بللي.

ورځپاڼه لیکي، چې امریکا دا ادعا کوي، چې د نړۍ په کچه یی القاعده ته ماتې ورکړې، نو افغانستان ته ددوی د راګرځیدو څومره ریښتینې کیدای شي.؟

ورځپانه دا مني، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان له ځینو ګواښونو سره مخ وي، خو د ورځپاڼې په وینا دا ګواښ به د القاعده لخوا نه وي او نه هم د بهرنیو ځواکونو حضور د هغې مخه نیولې شي.

خو ورځپاڼې ددې ګواښ په اړه وضاحت ندې وړاندې کړې، چې دا څه ډول ګواښ دې او د چا لخوا به متوجه وي؟

ورځپآنې په نهایت کې دا نظر وړاندې کړې، چې ددغو ګواښونو مخنیوې یوازې هله ممکن وي، چې نړیواله ټولنه افغان دولت ددې وړ کړي، چې ددغو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړای شي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د امریکا ددفاع د وزیر څرګندونې راخستي.

ورځپاڼه لیکي، چې لیون پنیټا د طالبانو پر ضد په جګړه کې پرمختګونو ته اشاره کوي او وایی، چې تیر کال په دغه هیواد کې د جګړې د انډول د بدلولو کال وو.

ورځپاڼې لیکلي، پداسې حال کې، چې لیون پنیټا وایی، چې امریکایی ځواکونه په افغانستان کې خپل جنګي رول کموي، ایران د یو بل ګواښ په توګه راڅرګندیږي.

خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا ددفاع وزیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې د جنګ جغرافیه د بدلیدو په حال کې ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا ته د له دې ووسته د کابل حالات د پام وړ ندي، ټول تمرکز یی د پاکستان کنټرولولو او پر ایران باندې د اسراییلو د احتمالي حملو پر پلانولو راچورلي.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا ددفاع وزیر په خپله وروستۍ وینا کې همدې تګلارې ته اشاره کړې، چې د طالبانو پر ضد په افغانستان کې پرمختګونو ته خوشبینه او د ایران په اړه امریکا ته د بالقوه خطر په توګه د اقدام تابیا کوي.
XS
SM
MD
LG