د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

″د کاپیسا پر پخواني والي لګول شوي تورونه د باور وړ نه دي″


د فرانسې پخوانی سفیر ″جین دوپانتون دومي کوغت″
د فرانسې پخوانی سفیر ″جین دوپانتون دومي کوغت″
په کابل کې د فرانسې پخوانۍ سفیر وايي، په ۲۰۰۹م کال کې په کاپیسا ولایت کې دده او دوو نورو لویدیځو ډیپلوماټانو د ترورولو پلان ریښتیا وو خو په دې کې شک لري چې ګنې د کاپیسا د دغه وخت والي به په دغه پلان کې لاس درلود.

″جین دوپانتون دومي کوغت″ فرانس پریس ته ویلي، په ۲۰۰۹م کال کې کله چې د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ده او په کابل کې د امریکا او برتانيې سفیرانو کاپیسا ته خپل سفر لغوه کړ، نوڅه موده وروسته ورته د امریکا سفیر وویل، چې د کاپیسا والي غلام غوث ابوبکر په دې کې لاس نه لري.

ښاغلي ″دومي کوغت″ ویلي په دې خاطر چې د کاپیسا پخوانۍ والي په فساد کې لا س لره، نو موږ د ولایت له رهبرۍ څخه دهغه د لرې کولو لپاره هڅه وکړه او بیا داسې وشوه.

د نوموړي په وینا غلام غوث ابوبکر په لویه اندازه فساد کې دخیل و، خو د افغان حکومت یا يې د نړیوالو متحدانو ضد او مخالف وسله وال نه و.

بل لور ته په کابل کې د برتانېې اوسنۍ سفیر وايي، د لویدیځو ډیپلوماټانو د وژلو په پلان کې د کاپیسا د پخواني والي د لا س لرولو په اړه چې څه والستریټ ژورنال ورځپاڼې خپاره کړي، موثق دي.

خو د کاپیسا پخوانۍ والي غلام غوث ابوبکر دا ادعا بې اساسه او د ځان پر خلاف یوه سیاسي لوبه او دسیسه ګڼي.

نوموړي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل:

″یو والي څرنګه د خپل هیواد له دوستانو او د خپل هیواد له خلکو سره داسې یو ناجایزه عمل کولی شي. دا یوه بې اساسه دسیسه ده او تر څو چې ژوندۍ یم له خپلې دې خبرې به دفاع کوم.

دا تورونه چې څوک لګوي باید هغوی په خپله دا پیدا کړي چې حقیقت څه دی. زه غواړم چې له هغوی سره مقابله وکړم .هر څوک چې وي زما په مخامخ دې دا خبره وکړي.″

والستریټ ژورنال ورځپاڼه د امریکايي استخباراتو د څیړونو له مخې وايي غلام غوث ابوبکرنه یوازې دا چې په ۲۰۰۹م کال کې يې د امریکا،برتانې او فرانسې د سفیرانو د وژولو په پلان کې شامل وو بلکه د هغې ځان وژونکې حملې امر يې هم کړی وو چې په کې یو امریکايي افسر او یو سرتیرۍ ووژل شوه.

افغان حکومت د ځینولویدیځو هیوادونو دا غوښتنه چې غلام غوث ابوبکر دې محاکمه شي لا نه ده منلی او استدلال کوي چې په دغه پلان کې د هغه د لاس لرولو په اړه کره اسناد او شواهد نشته.
XS
SM
MD
LG