د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

افغانستان د ستراتيژيک سند په برخه کې له امريکا ځينې پوښتنې لري


د ولسمشر وياند اېمل فيضي
د ولسمشر وياند اېمل فيضي
يوه عالي رتبه افغان چارواکي وويل، د ٢٠١٤م کال تر پاى وروسته چې د امريکا اکثريت جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغانستان له امريکا څخه غواړي دا واضح کړي، چې په افغانستان کې څه ډول پوځي حضور غواړي.

دا مسئله پر واشنګټن فشار راولي چې د خپلو راتلونکو همکاريو په اړه جزئيات ورکړي. په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته چمتووالى نيسي، دا څرګنده شي چې امريکا دوى ته څه ورکوي.

د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي رويټرز اژانس ته په خبرو کې وويل:

”ځينې مسايل شته چې موږ ته يوه اندېښنه ده. موږ غواړو پوه شو په افغانستان کې به [د امريکا] څو پوځي اډې او څو عسکر موجود وي، د دوى ماموريت به څه وي. موږ به خپلو امنيتي ځواکونو ته له امريکا څخه څه ترلاسه کړو”

خو فيضي ونه ويل چې په څومره شمېر کې پوځي اډې او سرتېري به د افغانستان لپاره کافي وي.

له امريکا سره د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو پر سند په خبرو کې يو خنډ په افغانستان کې د امريکا په لږه اندازه د پوځي حضور مسئله ده، امريکا په دې ډول غواړي يقيني کړي القاعده شبکه او نورې سخت دريځي ډلې ونه کړاى شي بيا په افغانستان کې ځان ته پناه ځاى پيدا کړي.

د روسيې، چين او پاکستان په څېر هېوادونه له دې مسئلې سره بل ډول برخورد کوي، دوى په سيمه کې تر نامعلومې مودې د امريکا د پوځي حضور په برخه کې متحاط دي، خو د افغانستان بل ګاونډى هېواد ايران بيا د دې پلان سخت مخالفت کوي.

يوه عالي رتبه چارواکي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز اژانس ته وويل:

”اساساً دا موږ يو چې د امن د ټينګولو مسووليت راترغاړې دى. موږ د بشپړ مسووليت د اخيستلو پر لوري روان يو. که چېرې دلته د کوم بهرني هېواد پوځ دېره وي، دا بايد په راتلونکي امنيتي سند کې ذکر شي“.

دا مسئله په داسې حال کې پورته کېږي چې په وروستيو ځينو پېښو کې د امريکايي سرتېرو د ګډون له کبله، په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د حضور په وړاندې حساسيتونه پورته شوي دي.

د ساري په توګه د بګرام په هوايي اډه کې د قران کريم د څو نسخو سوځول او روانه مياشت د کندهار په پنجوايي کې د يوه امريکايي عسکر له خوا د ١٧ ملکيانو وژنه.

د افغان لوري د اندېښنو له کبله دواړه خواوې سلا شوي چې د پوځي اډو پر مسئله بحث وکړي دغه راز د ستراتيژيکو همکاريو د تړون مسئله هم وڅېړي. دواړه لوري هيله لري تر مې مياشتې پورې چې په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه جوړېږي، چارې يې بشپړې شي.

د ولسمشر وياند فيضي رويټرز ته وويل دا مهال په دې برخه کې خبرې اترې روانې دي، هيله لرو چې ډېر ژر يوه توافق ته ورسېږو.

افغانستان چې مخکې يې دشپې له خوا د بهرنيو ځواکونو د عملياتو د بندېدو هڅه کړې وه، وايي دغه عمليات په دې شرط زغملاى شي چې افغاني شي، د افغانستان له قوانينو سره سم د افغان ځواکونو له خوا ترسره شي.

فيضي له رويټرز اژانس سره په خبرو کې د شپې عملياتو ته په اشارې ويلي، تاسې داسې يو وضعيت نه غواړئ چې يوه ډله خلک دې د چا کور ته ورشي، دروازه يې ماته کړي او کور ته ننوځي.

خو امريکا وايي دشپې عمليات د طالبانو په وړاندې، چې د افغانستان په زياتو ګڼ مېشتو سيمو کې فعاليت کوي، ډېر کليدي اهميت لري.
XS
SM
MD
LG