د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

په کابل ښار کې د سړکونو د خرابیدو لاملونه څه دي؟


کابل ښاروال که څه هم په دې ښار کې د سړکونو د خرابیدو بیلابیل عوامل په ګوته کړل خو دا یې هم ومنله چې د دوی او د خصوصي شرکتونو په کار کې هم ستونزې موجودې دي.

کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش د سړکونو د خرابیدو یو لوی علت په تیر ژمي کې سخته یخني وبلله چې په وینا یې په نورو هیوادونو کې یې هم سړکونو ته زیان رسولی دی.

خو هغه ومنله چې د ښاروالۍ په کار کې هم ستونزې موجودې دي او په دې برخه کې یې د کابل د پولیتخنیک په مخ کې تیر شوي سړک ته اشاره وکړه، چې تازه جوړ شوی خو ځای ځای بیرته کنډوکپر شوی دی:

″کله نیمګړتیا په کار کې هم وي، مثلاًً څلور پنځه کاله مخکې چې کومه لویه جرګه جوړیده نو کابل ښاروالۍ ته وظیفه ورکړل شوې وه، چې د پل تخنیک د مخې سړک ډیر ژر جوړ کړي. البته د دې کار ښه نه و شوی، د قیر دویمه طبقه پرې نه وه اچول شوې، نو هغه سړک زیانمن شو. خو د شاوخوا له اکثرو هیوادونو څخه چې ژمي پرې تیر شو، زموږ د سړک ضایعات په کې کم وو.″

نو اندیش همداراز وویل، چې د سړکونو د جوړیدو په برخه کې یې د خصوصي شرکتونو په کار څارنه شدیده کړې ده.

هغه وویل، چې یو خصوصي شرکت یې په دې برخه کې ۶۰ زره ډالره جریمه کړی دی او د یوې پروژې قرارداد یې هم ورسره فسخه کړی.

نو اندیش د دې شرکت نوم وانه خیست، خو ویې ویل، چې د میوند جادې نه د لوګر تر اډې پورې د سړک د پخیدو قرارداد ورسره شوی و.

د دغه سړک د یوې برخې د جوړیدو هم کال نه دی پوره خو بیرته خرابه شوی دی.

په تیر ژمي کې د کابل ښار ځینې نور سړکونه هم زیانمن شول.

کابل ښاروال وویل، چې له ټاکلې اندازې د ډیر بارلرونکو موټرو چلیدل هم په کابل ښار کې د سړکونو د خرابیدو سبب شوی دی.

نو اندیش وویل، چې د ښار په منځ کې سل ټنه بار لرونکي موټر ته د ګرځیدو اجازه نشته خو دغه اصل د اړوندو ارګانونو له خوا نه مراعت کیږي.

بل خوا ځینې کابل ښاریان د خرابو سړکونو له امله پر ښاروالۍ انتقادونه کوي:

که څه هم کابل ښاروالۍ وايي، چې روان کال هم په کابل ښار کې د سړکونو د جوړولو بیلابیلې پروژې په پام کې لري، خو اکثره خلک بیا په سم کیفیت سره د دغو سړکونو د جوړیدو غوښتونکي دي.

دوی وايي، چې په ځینو سړکونو بودیجه لګیږي خو په سم کیفیت نه جوړیږو او د لږ وخت په تیرو سره بیا بیرته ترمیم ته اړتیا لري.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG