د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

”القاعده له افغانستانه د سپټمبر د ١١مې غوندې بل بريد تنظيموي“


ريان کراکر
ريان کراکر
په کابل کې د امريکا سفير ريان کروکر د بريتانيا چاپ ډېلي ټليګراف ورځپاڼې ته وويل که چېرې لوېديځ افغانستان تر وخت مخکې پرېږدي، القاعده شبکه به دا توان پيدا کړي، چې دلته خپل حضور زيات کړي او دا ځل نه يوازې امريکا، بلکې لوېديځ ته هم ګواښ پېښ کړي.

په داسې حال کې چې امريکا دېته تيارى نيسي څو راتلونکى ميلادي کال خپل اکثريت محرب ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، په کابل کې د دغه هېواد سفير ريان کروکر خبردارى ورکړ، چې تر وخت مخکې به د ځواکونو ايستل خطرناک نتايج ولري. ده وويل:

”که چېرې موږ پرېکړه وکړو، چې نور نو ستړي يو، دوى به بېرته راشي”

د کروکر په باور القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې حضور لري، که چېرې لوېديځ پرېکړه کوي چې د افغانستان لس کلنه جګړه ډېره اوږده شوې ده، القاعده به بېرته راستنه شي او دا ځل به نيويارک يا واشنګټن نه، بلکې کوم ستر لوېديځ ښار په نښه کړي.

ډيلي تيلګراف ورځپاڼه زياتوي، د ناټو چارواکي په دې باور دي چې د القاعده شبکې تر ١٠٠ زيات جنګيالي افغانستان ته ستانه شوي او تر ډېره په کونړ او نورستان کې ځاى پر ځاى شوي، دغه ولايتونه له پاکستان سره پر پوله پراته دي. که چېرې وضعيت بدلېږي په سلګونو تنه نور چې په پاکستان کې دي، هغوى به هم افغانستان ته مخه کړي.

خو په کابل کې مېشت د پوځي چارو کارپوه عتيق الله امرخېل له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل دا مهال افغان او بهرني ځواکونه په ګده د وسلوالو ډلو مخنيوى نه شي کولاى، له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به القاعده ډله وکړاى شي په اسانۍ په افغانستان کې خپل فعاليت او حضور زيات کړي.

په کابل کې د امريکا سفير ٦٢ کلن کروکر چې مخکې يې په عراق کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې، وويل، که پرمختګونه شوي هم وي، خو افغانستان لا هم راتلونکي کلونه د لوېديځ ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري.

د فرانسې په تولوز ښار کې له القاعده څخه په الهام د يوه وسلوال له خوا د څو کسانو د وژنې په تعقيب د بريتانيا چارواکو وويل دغه ډله د لندن د المپيک په ګډون پر نورو لوېديځو اهدافو د يو لړ بريدونو لپاره پلانونه جوړوي.

ريان کروکر تېر کال په کابل کې د امريکا د سفير په توګه وټاکل شوې، په خپلو څرګندونو کې يې وويل القاعده شبکه له شاتګ سره- سره د يوه قوي ګواښ په توګه پاتې ده.

هغه زياته کړه:

”موږ د دوى ځينې کسان وژلي، خو دې ډلې ته ژمن کسان لا هم پاتې دي“

په ٢٠٠١م کال کې پر امريکا په بريدونو کې القاعده شبکې لاس درلود، د دې ډلې مشر، اسامه بن لادن تېر ميلادي کال د پاکستان د مرکز اسلام باد په پوځي ساحه ايبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG