د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

بريتانيا:افغانستان دې د اداري فساد پر ضد جدي ګامونه پورته کړي


د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د یو بریتانوي چارواکي له خولې ویلي د افغانستان سره راتلونکې مرستې به په هغو اقداماتو پورې تړلي چې په دې هېواد کې د شته اداري فساد پر ضد ګامونه واخیستل شي او دا باور نه لري چې افغان حکومت دې تر اوسه د اداري فساد پر ضد جدي ګامونه اخیستې وي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الیزټایر برټ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا مهال موږ په بشپړه توګه په دې باور نه لرو او فکر نه کوو د اداري درغلیو پر ضد مبارزه به د حکومت له هغو لومړیتوبونو څخه وي چې باید واوسي.

نوموړې زیاته کړه، په همدې خاطر موږ غواړو چې په دې برخه کې خپل پیغام په لوړ غږ او روښانه ټکیو کې ورسوو .

نوموړې وویل کابل بان د داسې اندېښنو یوه بیلګه ده او ټول پوهیږي چې په دې بانک کې څه پېښ شول . په زړه پورې دا ده چې په دې برخه کې تر اوسه هم کومو موثر اقدام نه دی شوی.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي دا مهال د افغان ټولنې ټول اړخونه ادارې فساد نیولې او د شفایفت د نړیوالې ادارې په یوه څیړنه کې افغانستان د نړۍ یو له اداري درغلیو ډک هیواد بلل شوی چې په دې برخه کې میانمار سره برابر دی .

برتیانیا د افغانستان سره د مرسته کونکیو هیوادونو په ډله کې څلورم ځای لري . په روان میاشت کې د بریتانیې د مرستو د څارنې او څیړنې ادارې وویل ، د افغانستان سره د بریتانیې د میلونونو پونډو مرستې څارنه باید جدي شي څو دا پیسې د درغلیو په نتیجه غلا نه شي .

افغانستان تر ډیره پر بهرنیو مرستو ولاړ دی خو ډیر مرسته کونکي هیوادونه وايي دوی د ادارې درغلیو له ویرې د افغانستان د وزارتونو له لارې د خپلو مرستو له لګولو سره لیوالتیا نه لري .

دوی کابل بانک د نمونې په توګه یادوی چې په میلونونو ډالر غیرې خوندي او بې ضمانته پورونه یې وزیرانو او یو شیمر زورواکو ته ورکړل چې په نتیجه کې یې بان دیوالې کیدو ته نژدې او تر نن پورې یې هم دا پورونه راټول نه کړی شول .

تر دې مخکې په کابل کې دبریتانیې سفیر چې په افغانستان کې یې دنده په خلاصیدو ده ویلي وو افغانستان باید د ادارې فساد پر ضد جدي ګامونه پورته کړي ، کنه امکان لري ددې هیواد له امنیتي ځواکونو سره د بیرتانیې مرستې بندې شي .

د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال هم ویلي دي چې د افغانستان سره یې د هیواد مرستې په دې پورې اړه لري چې دا هیواد د اداري فساد پر ضد څومره اقدامات کوي .

بریتانیا دا مهال په افغانستان کې نهه نیم زره سرتيري لري او ټاکل شوې ده چې پنځه سوه سرتیري به یې په روان کال کې له افغانستان څخه ووځي .
XS
SM
MD
LG