د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د کاپیسا پخوانی والي: د امریکایانو په وژلو کې لاس نه لرم


د کاپیسا ولایت پخوانی والي غلام غوث ابوبکر
د کاپیسا ولایت پخوانی والي غلام غوث ابوبکر
د کاپیسا ولایت پخواني والي هغه تورونه رد کړل، چې وایي، نوموړي د ۲۰۰۹ کال می میاشت کې په کاپیسا کې د یوه امریکایي ډګرمن او یوې ښځینه عسکرې په وژلو کې لاس درلود.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکایي څيړونکو په حواله لیکلي،
د کاپیسا او تخار ولایتونو پخواني والي ″خواجه غلام غوث ابوبکر″ یوه ځان وژونکې ته د دوو امریکایي پوځيانو د وژلو دستور ورکړی و.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ابوبکر پر ۲۰۰۹ کال په کاپیسا ولایت کې د امریکا، فرانسې او انګلستان د سفیرانو د وژلو پلان جوړ کړی و، خو دغو سفیرانو هغه مهال خپل سفر لغوه کړي وو.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي، خواجه ابوبکر دغه راز په ادارې فساد کې هم ښکیل دی.

ابوبکر دا تورونه رد کړي او وایي، له وسله والو سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

“یو والي څنګه کولای شي، چې په خپل ولایت کې له وسله والو سره اړیکې ټینګې کړې؟ د یوه والي لپاره له وسله والو سره د اړیکو پر ځای مرګ بهتر دی.

یو والي څنګه د خپل هیواد او خلکو د دوستانو پر ضد دا ډول ناروا عمل تر سره کولاي شي؟ دا یوه دسیسه ده او ترهغې چې ژوندی یم، دفاع به یې کوم.”

ابوبکر وایي، د افغانستان لویدیځ متحدان، زمونږ دوستان دي او هغوی په خپلو وینو او پیسو سره په افغانستان کې قربانۍ ورکوي.

د مجاهدینو دغه پخوانی قوماندان په ۲۰۱۰ کال د اداري فساد په تور له دندې لیری شوی و.
XS
SM
MD
LG