دغه شل کسان د فرانسې د داخلي استخباراتو د ادارې له خوا د ″تولو″ په ښار کې ونيول شول. د پنجشنبې په ورځ په همدې ښار کې د القاعده غړي (محمد ميراح) د پوليسو له خوا ښخ کړي شو.
د ميراح کورنۍ د امنيتي دلايلو پر اساس د هغه د مړي له تسليميدو څخه ډډه وکړه.
د فرانسې استخباراتو ته نيژدې کسانو د فرانسې خبر ي آژانس ته وويل. چې د دغو شلو کسانو نيول د ميراح له قضيې او تحقيقاتو سره تړاو نه لري. د دوی د بندي کولو هدف د اسلامي شبکې تيتپرک کول يا ختمول وو. ځيني کسان د فرانسې په لويديځ ښار (نانتيس) کې ونيول شول.
محمد ميراح ۲۳ کلن ځوان يوه اوونۍ وړاندې د ″تولو″ په ښار کې چې د فرانسې په جنوب کې واقع دی په يوه يهودي ښوونځي کې ۳ کوچنيان، يوه ښوونکې او وروسته ۳ عسکر ووژل.
له دغې حادثې و روسته ميراح د پوليسو له خوا په خپل کور کې ۳۲ ساعته محاصره و او باالاخره ووژل شو. د ميراح مړی د پنجشنبې په ورځ په همدې ښار کې ښخ کړای شو. د ښخولو پر وخت د پوليسو له خوا سخت امنيت نيول شوی و، د ميراح کورنۍ چې په اصل کې د الجيزاير ده، د امنييتي دلايلو پر اساس د هغه د ښخيدلو پر وخت حاضره نه وه.
دا شان فرانسوي پوليسو د محمد ورور عبدالقادر ميراح په دې تورن کړی دی، چې په يو لړ حملو کې يې له خپل ورور محمد ميراح سره لاس درلود او پوليس د ده په مرسته د محمد ميراح د نورو ملګرو د نيولو په تلاښ کې دي، چې په بريدونو کې يې لاس درلود.
عبدالقادر په دې جرم تورن دی، چې له خپل ورور سره يې د (ياماها) کمپنۍ د موټر سايکل په غلا کې مرسته کړې ده او هغه موټر سايکل پر خلکو د ډزو لپاره استعمال شو. پوليس د همدې پيښې په تړاو د دريم کس د نيولو هڅه کوي.
په ښونځي کې د ډزو پر وخت د محمد ميراح په غاړه کې يوه کېمره وه او ټوله حادثه يې ريکارډ کړه. پوليس وايي، ښايي چې، يو بل کس هم په دغه جرم کې ښکېل و، چې د پيښې عکاسي د الجزيرې تلويزيون ته وليږلې.
د راپورونو پر اساس د پيښي يو ويډيو له وړاندې، د تولو ښار څخه د باندې، په پاريس کې د الجزيرې د فتر ته ليږل شوې ده، هغه وخت چې محمد ميراح د پوليسو له خوا محاصره و.
د فرانسې جمهور ریيس “نيکولس سارکوزي” له دغې پيښې څخه وروسته د اسلامي سختدريځو د ځپلو ژمنه وکړه او زياته يې کړه:
“د فرانسې خلکو ته د امنيت تامينول زموږ وظيفه ده. موږ بله لاره نه لرو دا حتمي او لازمي ده. د فرانسويانو حفاظت کول د حکومت په لومړيتوبونو کې دي”.
ښاغلي نيکولس زياته کړه، ټولو داخلي استخباراتو ته يې حکم کړی دی چې، دننه په هېواد کې د هغو ټولو کسانو پيژندګلوی وکړي، چې دې هيواد ته احتمالي خطر پيښولای شي.