د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

شمالي وزیرستان: ډرون الوتکو طالب وسله اوالو ته مرګ ژوبله اړولې


بې پیلوټه (ډرون) الوتکه
بې پیلوټه (ډرون) الوتکه
مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو د پاکستان په لرې پرته قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د سخت دریزو وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي او ناڅرګند شمیر نور ټپيان دي.

له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه وايي، دغو الوتکو د جمعې پر سهار وختي میرانشاه بازار ته څیرمه پر یوه کور دوه توغندي وتوغول، چې له امله د کور هغه برخه ویجاړه شوه، چې سخت دریزي وسله وال په کې دیره وو.

یوه ځايي دولتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، د استخباراتي راپورونو پر بنسټ وویل، ګومان کیږي، چې په نښه شوي ټول د القاعده جنګيالي وي، خو په خبره يې دا لانه ده څرګنده چې د کوم هیواد اوسیدونکي وو.

په عین حال کې پاکستاني طالبانو ته یوې نژدې سرچينې ازادي راډيو ته وویل، چې په نښه شوي کسان عرب جنګيالي وو، چې له تیرې څه مودې راهیسې په دې سیمه کې اوسیدل.

نوموړي په دې برید کې د څلورو تنو د وژنې او درېيو نورو د ټپي کیدو خبر تائید کړ او زیاته يې کړه چې اووه واړه عرب جنګيالي دي.

د بې پيلوټه الوتکو دا حمله په داسې حال کې شوې، چې یواځې یوه ورځ وړاندې عالي رتبه امريکا و پاکستاني پوځي مشرانو د دې بریدونو په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودو ستونزو په باب له څو میاشتني ځنډ وروسته سره مخامخ خبرې وکړې.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر “جنرال جيمز ميټيس” او په افغانستان کې د نړيوالو قواوو، مشر جنرال “جان آلن” وړمه ورځ په اسلام اباد کې ددې هیواد له لوی درستیز جنرال اشفاق پرويز کیاني او ځینې نورو عالي رتبه پاکستاني جنرالانو سره د هغو ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي، چې څو میاشتې وړاندې په مومندو اجنسۍ کې د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته د ناټو تر هوايي برید وروسته رامنځته شوي.

په عین حال کې یوې پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې پاکستان متحدو ایالاتو ته د بې پيلوټه الوتکو د بندولو او د یوې بلې متبادلې لارې وړاندیز کړی.

ورځپاڼه لیکي یوه عالي رتبه پاکستاني ديپلومات چې دا مهال پر همدې موضوع په واشنګټن کې له امريکايي مقاماتو سره په خبرو بوخت دی، وړاندیز کړی، چې په قبائلي سیمو کې دې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو پرځای د پاکستان د پوځ ایف شپاړس ډوله الوتکې وکارول شي.

خبرځای لیکي دې ډيپلومات ویلي، که امريکا ددوی استخباراتو ته د سخت دریزو د پټنځایونو په باب معلومات ورکړي نو سمدستي به يې په خپلو ایف شپاړس ډوله الوتکو په وولي.

دسرچینې د راپور له مخې تیر کال د ایبټ اباد مشهورې پوځي اکاډمۍ ته په لنډ واټن کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته امريکا د پاکستان پر استخباراتي ادارو بې باوره شوې او نه غواړي چې په قبائلي سیمو کې د سخت دریزو د پټنځایونو او مرکزونو په باب خپل معلومات ددې ادارو په واک کې ورکړي.

لويديځ هیوادونه شمالي وزیرستان د القاعده، پاکستاني طالبانو او نورو هغو سخت دریزو وسله والو ډلو مرکز ګڼي چې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو او افغان ته دولت ته سرخوږی پيدا کوي او پر هغوی بریدونه پلانوي.
XS
SM
MD
LG