د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

بهرنيو ځواکونو ته د کلکو امنيتي تدابيرو امر وشو


جنرال جان الن
جنرال جان الن
د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو د حملو له لړۍ وروسته په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان امر کړی چې د بهرنیو پوځیانو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن دا امر په وروستیو څو اونیو کې چې پر بهرنیو پوځیانو بریدونه زیات شوي، ورکړی. د یو امریکايي پوځي مقام په وینا الن امریکايي سلاکارانو ته امر کړې چې په هر ځای کې چې لازمه وي له ځان سره دې وسله وګرځوي او ناټو ته یې امر کړی چې خپل یوه سرتېري ته دې تل دنده سپاري څو د یوه برچه پک وسله وال محافظ په توګه تل څارنه وکړي او په دې توګه د امریکايي سلاکارانو امنیت ونیسي.

دې پوځي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، هغو بهرنیو پوځیانو ته چې د افغانستان په وزارتخانو کې کار کوي، امر شوی چې باید خپله شا دروازې ته وانه ړوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تورن جان کربي فرانسپرس ته وویل چې دا اوامر له څه مودې راهیسې عملي کېږي. کربي زیاته کړه چې جنرال الن دا تدابیر له افغان قوماندانانو سره چې له دې تدابیرو څخه ملاتړ کوي، تر مشورې وروسته صادر کړل. د ده په وینا دا تدابیر، په یوه مناسب وخت کې او په یوه مناسبه طریقه نیول شوي دي څو په دې ډول سره د امریکايي پوځیانو ژوند خوندي شي.

د پنټاګون ویاند وویل، امنیتي تدابیر د خپل منځي حملو په وړاندې یو طبیعي غبرګون دی خو دا اقدامات باید له افغان پوځ او پولیسو سره د ناټو پر همکارۍ ناوړه اغېز ونکړي.

تورن کېربي زیاته کړه، د دې معنا دا نه ده چې دا اقدامات به زموږ شراکت زیانمن کړي بلکې ناټو تربل هروخت زیات اوس ژمنه ده چې له افغان ځواکونو سره به نژدې همکاري کوي. کېربي وویل، موږ به اجازه ورنکړو چې زموږ شراکت د جګړې قرباني شي.

تېره میاشت وروسته له دې چې د دوو امریکايي سلاکارانو مړي د کورنیوچارو په وزارت کې وموندل شول جنرال الن د امنیتي تدابیرو د بیاڅېړنې تروخته له ټولو دولتي ادارو څخه د بهرنیوسلاکارانو د اېستلو اعلان وکړ.
د پنټاګون ویاند تورن جان کربي وویل، ډېرشمېر بهرني سلاکاران لا هم خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي او اکثراً خپل کار له خپلو کورونو څخه د ټلفون او انټرنېټ په وسیله کوي. د راپورونو له مخې په روان کال کې تراوسه پورې اولس تنه بهرني سلاکاران د افغان سرتېرو له خوا وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG