د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

په بغداد کې د عرب لیګ د مشرانو غونډه پیل شوه


په بغداد کې د عربي اتحادیې د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه، په دې غوڼده کې د عربي اتحاديي د دوه ویشت هېوادنو څخه لسو مشرانو ګډون کړې دی.

په بغداد کې ددې غونډې لپاره سخت امنیتی تدابیر نیول شوی دی خو راپورونه وایی سره له دې هم د غونډې له پیل کېدو سره سم په بغداد کې د یوې چاودنی غږ اوریدل شوی. تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به په سوریې کې د حکومت او مخالفینو تر منځ د اوربند پر مسلی ټینګار وشي.

د عربی اتحاديی د مشرانو په ډله کې د کویت شیخ، سبا الااحمدالاسبا، هم دی. دا له نولس سوه نویم کال راهیسی چې د عراق پخوانی ولمشر صدام حسین د واکمني په وخت کې پر کویټ حمله وشوه لومړني ځل دی چې د کویټ مشر له عراق څخه کتنه کوي.

د خلیج عربي مشران دې ته لیوال دی چې بشارالاسد له واکه لری او خپله دوي په لا پیاوړی توګه عمل وکړي. که څه هم چې د سوریې ولسمشر په خپل هیواد کې د ملګرو ملتونو طرح منلی خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي، کوفي عنان، چې په بغداد کې یې د عربی اتحادیې په سرمشریزه کې وینا وکړه وویل، بشارالاسد باید خپلی ژمنی عملی کړي. هغه دا هم وویل چې د ملګر وملتونو او عربی اتحادیې استازي کوفی عنان د سوریی له حکومت او مخالفینو سره خبری کوي. عنان سمدستی د ملګرو ملتونو د طرح عملی کېدل ضروری وبلل :

(دا ډیره ضروري ده، چې ولسمشر بشارالاسد خپلې کړې ژمنې ژر تر ژره عملی کړي. نړۍ دې ته سترګې په لاره ده چې پر دې ژمنو عمل وشي. دلته کلیدی مسله دا ده چې دا طرح اجرا شي. نور نو وخت نشته چې ضایع شي.)

په سوریې کې د مظاهرو او له اعتراض کونکو سره د حکومتي ځواکونو د سخت چلند له امله په عربی اتحادیې کې د سوریې غړیتوب له یوه کال راهیسي ځنډیدلی دی. سوریې تر دې غونډې لا دمخه د عرب لیک د هری فیصلی په وړاندی خپل مخالفت څرګند کړې وو. د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جهاد مکدیسی پرون وویل :

(له هغه وخته چې په عربي اتحادیې کې د سوریې غړیتوب ځنډول شوی سوریې له عربي هېوادنو سره خپلې اړیکې په دوه اړخیزه توګه پرمخ بیولی. سوریه به په دې غونډه کې هر پریکړه لیک چې تصویب شي و نه مني. )

خو د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري رسنیو ته وویل چې په دې اړه هیڅ کوم نوی شی نشته او د عربي اتحاديې د مشرانو ننی خبرې د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د روان پلان یوه برخه ده.
XS
SM
MD
LG