د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

افغانستان د کرکټ په سیالیو کې نن د هالنډ په وړاندې ماتې وخوړه


د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم د هالنډ په وړاندې د افغانستان د کرکټ لومړنۍ لوبه کمزورې وبلله، خو هیله یي څرګنده کړه، چې په دویمه لوبه کې، چې د شنبې په ورځ کیږي ښه وځلیږي.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ د انټرکانټیننټال کپ د سیالیو لومړنۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه سټیدیم کې ترسره شوه، چې افغانستان په کې ماتې وخوړله.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مشر نصرت الله وفا ازادۍ راډیوسره په خبرو کې وویل، په دې لوبه کې د افغانستان له لوري محمد نبي عیسی خیل ۴۱، اصغزستانکزي او جاوید احمدي هریوه ۲۵ ،۲۵ منډې جوړې کړې او د پاتې لوبغاړو لوبه خوندوره نه وه:

(هغومره چې موږ توقع درلودله چې پنځوس اورونه به زموږ لوبډله ولوبوي او حداقل دوه سوه څلویښت، دوه سوه پنځوس نیدرلاند ته هدف ورکړي، هغسې ترسره نه شو، په ۱۵۳باندې زموږ ټول لوبغاړي په څلویښتم اور کې وسوځيدل.)

د نوموړي په وینا که چیرې افغان کرکټ ټیم په یادو سیالیو کې اتلولي وګټي د ۲۰۱۵ کال د کرکټ یو ورځنۍ نړېوال جام سیالیو ته د تلو چانس پیدا کوي.

په دغه سیالیو کې افغانستان د کرکټ نړېوالې شورا د دویمې درجې لوبډلو سره چې عربي متحده امارت، ایرلند،نامیبیا،کاناډا،سکاټلند او نیدرلاند په کې شامل دي لوبیږي دا سیالۍ په هرو دوو کلونو کې ترسره کیږي.

دا سیالۍ، چې په ۲۰۱۱ کال پیل شوي او تر ۲۰۱۳ کال پورې دوام کوي چې پایلې یې هم په ۲۰۱۳ کال کې څرګندیږي دیادلوده چې تیرځل افغانستان د دغه سیالیو اتلولي ګټلې وه.
XS
SM
MD
LG