د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه او مستونګ سيمه کې په دوو جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي او پينځه تنه ټپيان شوي دي. په وژل شويو کې يو تن پوليس هم شامل دى چې د نورو وژل شويو کسانو د قهرجنو خپلوانو په ډزو وژل شوى دى.
د پنجشنبې په سهار نامالومو وسلوالو د کوټې ښار پر سپيني سړک باندې پر يوه موټر ناببرې ډزې وکړې او په موټر کې له سپرو کسانو څخه يې پينځه تنه و وژل او پينځه نور يې ټپيان کړل. په پېښه کې ټپي کسان په سمدستي توګه د کوټې لوى بولان روغتون ته يووړل شول.
په پېښه کې وژل شوي کسان له هزاره قوم سره تړاو لري، تر پېښې سمدستي وروسته د وژل شويو کسانو خپل خپلوان د احتجاج په توګه سړکونو ته را ووتل، اورونه يې بل کړل، سړکونه يې په زور وتړل او هوايي ډزې وکړې. قهرجنو مظاهره چېانو په بولان روغتون کې دولتي تاسيساتو ته هم تاوان و رساوه، خو وروسته پوليسو ورباندې اوښکې بهوونکى ګاز وغورځاوه او د دوى له روغتونه و ايستل. د پېښې په ځاى کې يو احتجاج کوونکى وايي:
"په دې موټر کې چې له هزاره ټاون څخه ښار ته راتلل، غريب خلک په کې سپاره وو، چې ښوونکې، دوکانداران او دولتي مامورين هم په کې شامل وو، د سپين سړک له مبارک کلي سره ترهګرو ورباندې ډزې وکړې او دغه بېګناه خلک يې څوک و وژل او څوک يې ټپيان کړل، دا دسيسه له لسو کلونو راهيسې روانه ده، مرکزي او ايالتي حکومتونه د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره هڅه کوي چې خلک تر خپل منځ سره لاس او ګرېوان شي."
پر هزاره ګانو باندې د دې هدفي وژنو پېښه په کوټه کې هزاره ډيموکراټيک ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کلکه غندلې او د جمعې په ورځ يې په کوټه کې کاربنديز اعلان کړى دى. همدارنګه په کوټه کې د شعيه مسلمانانو اتحاديې هم دا پېښه په کلکه غندلې او درې ورځنى ماتم يې اعلان کړى دى.
بل لور ته د کوټې ښار جنوب لور ته په شاوخوا شپېته کېلوميټرۍ کې په مستونګ سيمه کې هم د پنجشنبې په ورځ نامالومو وسلوالو د ملګرو ملتونو د يوې موسسې ايف اې او، چې د خوراک او کرهنې په برخه کې کار کوي، د کارکوونکېو پر موټر ډزې کړې چې په نتيجه کې يې د دې ادارې يو افسر او د هغه موټرچلوونکى وژلي او يو بل کارکوونکى يې ټپي کړى دى. د مستونګ سيمې د پوليسو يو مشر غلام رسول د پېښې په اړه وايي:
"دغه کسان چې د خوراکې او کرهنيزو مرستو د يوې موسسې کارکوونکې وو، په خپل موټر کې له کوټې مستونګ ته را روان وو، چې وسلوالو ډزې ورباندې کړې دي، يو تن ټپي او دوه وژل شوي دي، درېواړه د کوټې اوسېدونکې دي، وسلوال د پېښې له ځايه تښتېدلي وو، مړي او ټپيان مو کوټې ته انتقال کړل او د هغوى کورنيو ته مو وسپارل"
د دغو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د کوټې ښار په تاجک اباد کې دوه شعيه دوکانداران هم نامالومو وسلوالو په ډزو و وژل او د چارشنبې په ورځ هم د مچ په سيمه کې پر کان کېندونکېو باندې په ډزو کې يو شعيه مذهب هزاره و وژل شو.
د يادونې وړ ده چې په تېر ٢٠١١م کال کې هم پر همدې سپيني سړک باندې دې ته ورته د هزاره ګانو پر يوه موټر باندې موټرسايکل سپرو وسلوالو ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې لس تنه وژل شوي وو. همدارنګه په تېر کال کې په لسګونو نور شعيه مسلمانان هم په کوټه او شاوخوا سيمو کې د وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.
بارکوال مياخېل- کوټه