د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

"تمه ده چې طالبان به د خبرو له ردولو لاس واخلي"


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال السټر برټ
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال السټر برټ
په داسې حال کې چې طالبانو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره خبرې ځنډولې، بریتانوي چارواکي وايي، د سولې له پروسې سره به د طالبانو د یو ځای کیدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال السټر برټ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې هېواد یي د سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې تمه وښودله، چې طالبان به د خبرو له ردولو لاس واخلي:

"موږ هیله لرو، چې دا اوسنی انکار به پای ته ورسیږي، زه پوهیږم چې دا خبرې ډیرې پیچیده دي، خو ما له جګپوړو افغان سیاستوالو سره په خبرو کې هغوي ته ډاډ ورکړی چې موږ به په دې اړه خپل کار ته په شدت سره دوام ورکړو چې د طالبانو عناصر وهڅوو او په دې یې پوه کړو چې تشدد راتلونکی نه لري."

د بریتانیی د بهرنیو چارو وزارت مرستال افغانستان ته په درې ورځني سفر راغلې او په هلمند کې یي د خپلو سرتیرو او ځایي چارواکو سره هم لیدلي دي.

که څه هم تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې دې له کومې ځانګړې اجنډا سره راغلې، خو یو ځل بیا یی ډاډ ورکړل، چې هېواد یې له دوه زرو څوارلسم کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو پوځي ماموریت به ونه لري.

ښاغلي برټ وویل، تر اوسه دا هم نه ده څرګنده ده چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره څومره بریتانوي عسکر پاتې شي خو په دې اړه به پریکړه د ناټو په راتلونکې سرمشریزې کې کیږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د اداري فساد په ګډون له یو لړ چلنجونو سره مخ وي:

"زه فکر کوم چې یو چلنج به سوکالی وي، د دې ډاډمنول چې د کانونو په برخه کې کومې زیرمې چې افغانستان لري، له هغو څخه د افغانستان د خلکو د ښیګڼې او د کارموندنې لپاره په سمه توګه کار اخیستل کیږي، نو یو خو اقتصادي چلنج دی.

اداري فساد دویم چلنج دی چې د یوه باثباته او باوري دولت د پاتې کیدو او ټولو ته د یو رنګه موقع د برابرولو لپاره د دولت توانايي له منځه وړي. "


هغه دریمه ننګونه ددې ډاډمنول وبلل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون د ټولو بشري حقونو او د اساسي قانوني د ټولو مادو بشپړ ملاتړ کیږي.

له امریکا وروسته بریتانیا په افغانستان کې د ناټو سازمان په چوکاټ کې تر ټولو ډير سرتیري لري.

څه موده مخکې افغانستان او بریتانیا په خپلو کې د اوږدمهالو همکاریو سند هم لاسلیک کړ.
XS
SM
MD
LG