د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

عرب لیګ به په سوریه کې د اوربند غوښتنه وکړي


عربي مشران به په عراق کې د خپلې غونډې په ترڅ کې په سوریې کې د اوربند د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړي، خو په دې باندې لږ باور شته، چې بشار الااسد به د خپلو مخالفینو له ځپلو لاس واخلي.

له یوه کال راهیسي د سوریې د حکومت مخالفینو د اعتراض غږ اوچت کړې دی.

د خلیج عربي مشران دې ته لیوال دي، چې بشارالاسد له واکه لرې او خپله دوي په لا پیاوړي توګه عمل وکړي.

په سوریې کې د مظاهرو او له اعتراض کونکو سره د حکومتي ځواکونو د سخت چلند له امله په عربي اتحادیې کې د سوریې غړیتوب له یوه کال راهیسي ځنډیدلی دی.

سوریې تر دې غونډې لا دمخه د عرب لیګ د هرې فیصلې په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

د سوریي د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جهاد مکدیسي پرون وویل:

"له هغه وخته چې په عربي اتحادیې کې د سوریې غړیتوب ځنډول شوی سوریې له عربي هېوادنو سره خپلې اړیکې په دوه اړخیزه توګه پرمخ بیولي.

سوریه به په دې غونډه کې هر پریکړه لیک چې تصویب شي ونه مني."


عربي مشران په دې برخه کې چې څنګه په سوریې کې د ویني توییدو د پای ته رسیدو لپاره قوی اقدام وکړي سره اختلاف لري او دا ختلاف دا تصور رامنځ ته کوي چې دوي به څنګه په داسې سیمه کې چې د عربو او ایران ترمنځ په کې پراخې سیالۍ کیږي د نفوذ پر سر فیصلې وکړي.

په خلیج کې هغه عربي هېوادنه چې سونیان په کې واکمن دي لکه سعودي عربستان او قطر غواړي چې سوریه دې له ایران سره چې شیعه ګان په کې واکمن دي اړیکې وشلوي .

فکر کیږي چې دغه دواړه هېواده غواړي د سوریې مخالفینو ته چې د اسد د رژیم پر ضد جنګیږي وسلې ورکړي، خو نورو عرب هېوادنو د دې اړیکو د ختمیدولو په باب تر اوسه کومه دلچسپی نه ده ښودلی او په څرګنده توګه یې په دې اړه د کوم اقدم یاده نه ده کړې.

د ایران د بهرینو چارو وزیر علي اکبر صالحي وایي، ایران د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیک د پلان ملاتړ کوي ، خو هغه وویل ایران د ولسمشر بشارلااسد د لری کیدو غوښتونکی نه دی.

صالحې پرون وویل، د قدرت خلا کولای شي، چې په سیمه کې شدید عواقب ولري.هغه دا هم وویل چې په سوریې کې د سولی د پلان لپاره د عرب لیګ او ملګرو ملتونو استازي، کوفي عنان به راتلونکي اونۍ تهران ته لاړ شي.
په هر حال، د سوریې په اړه به د عربي مشرانو د خبرو اترو نتیجې نن وروسته څرګندې شي، خو د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري رسنیو ته وویل، چې په دې اړه هیڅ کوم نوی شی نشته او د عربي اتحاديې د مشرانو نننی خبرې به د سوریې د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د روان پلان یو متمم وي.
XS
SM
MD
LG