د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

"د نورستان د کامدیش د تصفیې لپاره به عملیات پیل شي"


وروسته له هغې چې له پاکستان څخه نورستان ولایت ته په ناببره توګه د سلګونو وسله والو مخالفانو د راتګ راپورونه خپاره شول امنیتي ځواکونه تیاری نیسي چې د کامدیش ولسوالۍ بېلابېلې سیمې له دې وسله والو څخه پاکې کړي.

په ختیځ کې د پولیسو د ۲۰۰۲ شمشاد زون قومندان جنرال فضل الدین عیار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې وسله والو کسانو کې چې تورې جامې اغوندي، پاکستانیان،عربان او افغانان شامل دي.

ده څرګنده کړه، چې د دې وسله والو شمېرکابو اته نیم سوو تنو ته رسیږي او تر ډیره د کامدیش په سرحدي ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي او پرخلکو زور زیاتی کوي.

د جنرال عیار په خبره یو حکومتي پلاوی د نورستان ولایت مرکز پارون ته تللی ترڅو دا مساله له نږدې وڅیړي او په دې ولایت کې د تصفیوي عملیاتو لپاره حالات او شرایط هم ارزیابي کړي:

"دا نامعلوم وسله وال دي چې پر خلکو زور زیاتی کوي، هغوي له خپلو کورونو څخه شړي، غلا کوي او په بېلابېلو نومونو خلک زروي.

موږ په دې ولایت کې د عملیاتو پلان لرو او غواړو هغه سیمې پاکې کړي چې دا وسله وال په کې فعالیت لري.

په دې عملیاتو کې به ملي پولیس، ملي اردو، سرحدي پولیس او دغه راز ایتلافي ځواکونه برخه لري، د دې عملیاتو د پلان جوړولو لپاره همدا اوس له مرکز څخه راغلی پلاوی او زموږ یو شمېر مسوولان په پارون کې دي."

تردې وړاندې د نورستان د امنیې قومندان غلام الله نورستاني ازادۍ راډیو ته تایید کړې وه، چې د کامدیش ولسوالۍ کوردیش، پتیګل او بازګل سیمې د دې وسله والو په ځالو بدلې شوي او لسګونه کورنۍ یې له دولت څخه د ملاتړ په پلمه له خپلو کورونو څخه هم شړلي دي.

په عین حال کې په ولسې جرګې کې د نورستان استازي احمد الله موحد هم تایید کړې چې دا وسله وال معمولآ تورې جامې اغوندي، په یو او بل نوم خلک زوري او که د چاه ږیره لنډه وي نو په خپله خوښه یې مجازات کوي، ده دا هم ویلي وو چې کابو اتیا کورنۍ د پاکستان له چترال څخه کامدیش ته راوستل شوي او د سیمه ایزو خلکو په کورونو کې ځای پرځای شوي دي.

د پوځي او امنیتی چارو کارپوهان د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د دې نا معلومو وسله والو د راتګ او فعالیت ملامتي پرحکومت اچوي او وایی چې د افغانستان امنیتی ځواکونه لاهم د دې وړتیا نلري چې له خپلو پولوڅخه په ټینګه دفاع وکړي.

جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته نظر لري او وایی چې دا تورې جامې لرونکي وسله وال د ( آې،ایس،آې )یا د پاکستان د استخباراتي کړۍ کسان دي:

"دا د ای،ایس،ای غړي دي، د همدې شبکې په قومانده راغلي دي او اهداف هم د همدې کړۍ تعقیبوي.

دوي که هر ډول جامې واغوندي موږ یي پیژنو چې څوک دي، پاکستان د افغانستان لپاره ډیر پراخ پلانونه لري دا پلانونه له ډیر وخت راهیسې شته او عملي کیدل یې غواړي.

پاکستان غواړي دلته داسې دولت وي چې د دوی لاس پوڅې وي او د دوی په واک کې وي.دا خوزښتونه هم د دوی د پلانونو یوه برخه ده."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د دې وسله والو په اړه معلومات نلري خو په دې اړه به دوی هم پراخې څیړنې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستان سره په پوله کې پروت نورستان ولایت د وسله والو مخالفانو د دې ډول فعالیتونو شاهد دی بلکې تردې وړاندې هم د افغانستان ختیځې سیمې په ورته توګه د وسله والوطالبانو ترحملو لاندې راغلي دي.

امنیتي او پوځي کارپوهان هم په ختیځ په ځانګړې توګه په نورستان ولایت کې د دې ډول حملو سابقې او تکرار ته په کتوسره وایی چې امنیتی ځواکونه د ایتلافي ځواکونو له ملاتړ سره سره نه دي توانیدلي چې د افغانستان د پولو د ساتنې په برخه کې لازم او جدي اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG