د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په دې رپورټ کې په لویدیځو هېوادونو کې د افغانانو د پناه غوښتو اساسي لامل بې کاري، امنیتي ستونزې او د ژوند د ښو شرایطو نه شتون ښودل شوې.
په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو ویاند نادر فرهاد د دې رپورټ په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل، چې په تیر یو کال کې د پناه غوښتونکو په شمېرکې څلور دیرش فیصده زیاتوالې راغلې.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دا رپورټ د روانې مارچ میاشتې په ۲۷ نیټه خپور شوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا وایي، چې دوي په افغانستان کې د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره چې د مهاجرت یو اساسي علت دی، یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندي نیولي.
دوي دغه راز سپارښتنه کوي، چې دا کسان نباید چې د کار د پیدا کولو لپاره خپل ژوند ته ګواښ پيښ کړي، د دې وزارت مرستیال واصل نورو مهمند وایي:
( تیر کال موږ و توانیدلو له یو لک نه زیاتو کسانو ته فني او مسلکي زده کړې ورکړو او دغه راز د مهارتونو د زده کړي له ملي پروګرام نه مو هم فارغین درلودل.
۸۵ فیصده دې کسانو د کار مارکېټ ته لاره پیدا کړه او د کار خاوندان شول. موږ وایو چې دا ځوانان دي له حوصلې کار واخلي او له دینه چې په سمندر کې ډوب شي او یا په کانتینرو کې شهیدان شي، دا غوره ده چې په لږ عاید په خپل هېواد کې کار و کړي. بنا موږ د دې کسانو د غیر قانوني مهاجرت پلوي نه کوو.)
غیر قانوني مهاجرتونه کله کله نه یوازي دا چې د پناه غوښتونکو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راوستلی، بلکه هغوي یې له سختو ستونزو او ان له مرګ سره هم مخ کړي.
په تیرو کلونو کې په وار وار هغه افغان مهاجرین چې اسټرالیا او اروپا ته یې د تګ اراده درلوده، په سمندر کې ډوب شوي.
زیات شمېر دا کډوال د ترکېې او مالتا له لارې اروپایي هېوادو او استرالیا ته ځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي، ۲۰۱۱ کال د زیاتو هیوادونو د خلکو لپاره له ستونزو ډک کال و.