د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د پاکستان لوی درستیز له جنرال الن او جنرال میټیس سره غونډه کوي


له ښي خوا: په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن، امریکايي جنرال ماټیس او د پاکستان لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني
له ښي خوا: په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن، امریکايي جنرال ماټیس او د پاکستان لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني
د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال “اشفاق کېاني” نن د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې، چې د پوځ مرکز دي، د امريکا د مرکزي قومندانۍ له مشر “جنرال جيمز ميټيس” او په افغانستان کې د نړيوالو قواوو، له مشر جنرال “جان آلن” سره د مهمندو په اجنسي کې د امريکايي قواوو له خوا د۲۴ پاکستاني عسکرو د وژلو پر پيښه او يو لړ نورو مسايلو په اړه خبري کوي.

دغه پيښه چې ۶ مياشتې وړاندې رامنځ ته شوه، له هغه راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان لوی درستيز او د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشرسره ويني.

امريکا مقامات وايي، چې دا يوه تصادفي پيښه وه، يو حاثه وه، خو پاکستان بيا اداعا کوي، چې امريکايي قواوو په لوی لاس د پاکستان د يوځ پر دوو سرحدي پوستو بريد وکړ.

د دوو متحدو هېوادونو تر منځ اړيکې له وړاندې ډيرې ترينګلې دي. پاکستاني او امريکايي مقاماتو ويلي دي، چې دوی غواړي، خپل منځي اړيکې ترميم کړي او پرمخ ولاړشي، خو تر اوسه لاپه دې برخه کې د پام وړ پر مخ تګ نه دي شوی.

پاکستان څلور مياشتې وړاندې د امريکا د دې کار د تلافي کولو لپاره افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړه او هغه امريکايي اډه يې وتړله چې امريکا ورڅخه د بې پيلوټو الوتکو د حملو لپاره استعمالوله.

امريکا ډير غواړي، چې په افغانستان کې د ناټو پوځونو ته اکمالات د پاکستان له لارې ورسيږي، ځکه چې د مرکزي اسيا د هيوادونو له لارې د اکملاتو پر رسولو ډير لګښت راغلي دي.

دا راز که پاکستان بېرته د اکمالاتو د رسولو لاره پرانيزي، نو د امريکا لپاره به يوبله اسانتيا هم رامنځ ته شي. ځکه چې په ۲۰۱۴ م کال امريکا خپل هغه عسکر، چې د القاعده پر ضد جنګيږي له افغانستان څخه باسي، نو دا به امريکا ته اسانه او ارزانه تمامه شي، چې خپل پوځي تجهيزات هم د پاکستان له لاري وباسي.

د اسوسیېټډ پرېس خبري آژانس په وينا د امريکا او پاکستان تر منځ داسې اړيکې چې عملي بڼه ولري، ډيرې مهمي دي، ځکه چې پاکستان له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې کېليدي رول لوبولای شي.

که له طالبانو سره د سولې خبرې کاميابه شي، نو امريکا به واکړای شي، چې له افغانستان څخه ووځي، پرته له دې چې په افغانستان کې اړو دوړ نور هم زيات شي.

د پاکستان لپاره هم له امريکې سره ښې اړيکې مهمي دي. امريکا پاکستان ته د ۲۰۰۱ م کال راهيسې د ترورزيم ضد جګړې لپاره د ميليارډونو ډالرو مرسته کړې.

تمه کېږي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال کیاني، د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جميز ميټس او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشر جنرال آلن به په نننۍ غونډه کې پردغو ټولو مسايلو بحث وکړي.
XS
SM
MD
LG