د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

اوس هم افغانې میرمنې له خپلو حقونو نه بې برخې دي


اوس هم افغانې میرمنې له خپلو حقونو نه بې برخې دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان له افغان حکومت نه غواړي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په جدي توګه عملي کړي. ددې سازمان له خوا په یو خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې افغانې ښځې لا هم له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي. په دغه رپوټ کې، چې د چهارشنبې په ورځ ددې سازمان له خوا خپور شو راغلي چې دا مهال شاوخوا څلور سوه ښځې له کور د تیښتې او ځینو نورو اخلاقي جرمونو په تور زنداني دي. د بشر د حقوقو د څار د نړیوال سازمان په دې رپورټ کې یوه اندیښنه دا ښودل شوې، چې په افغانستان کې ډیر کله له ښځو سره د تاوتریخوالي د عاملینو پر ځای په خپله ښځو ته سزا ورکول کیږي. په دغه رپوټ کې چې زه باید تښتیدلې وای تر نامه لاندې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو راغلي؛ چې د افغانستان په محکمو کې له ښځو سره جنسیتي توپیر ښکار کیږي.

XS
SM
MD
LG