د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

اوباما د افغان ځواکونو دلګښت لپاره د نړېوالو ژمنو ته اړتیا لري


د امریکا جمهور رییس بارک اوباما
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما او د ملي امنیت جګ پوړو همکارانو یې په روانې میاشت کې څلور شپیتو هیوادونو ته په رسمي ډپلوماټیکي کړنلارې کې ولیکل، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په کال کې څلور اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دې پیسو یواعشاریه درې میلیارد ډالر به د موجودو بهرنیو مرستندیوانو له خوا تمویل شي، د افغانستان حکومت به د پنځه سویو میلونونو ډالرو د ورکولو توان ولري او پاته مالي پیټی به د امریکا پر اوږو وي.

له افغانستان سره د اوږدې مودې مالي مرستو دا ژمنې په داسې حال کې کیږي، چې متحده ایالات او متحدان یې تر زیات فشار لاندې دي، چې د افغانستان د جګړې لګښتونه باید کم کړي.

د جمهور رییس اوباما اداره باید په راتلونکي می میاشت کې په شیکاګو ښار کې د نانو له مشریزې غونډې مخکې له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي ژمنې ترلاسه کړي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، تر اوسه په دې اړه کوم هېواد په رسمي ډول ځواب نه دی ویلاي. دی وایی، موږ ته زیاتې پوښتنې رارسیدلي او زیاتو هیوادونو ویلي، دوی په دي اړه فکر کوي.

امریکایي چارواکو، د آسیایي، عربي او اروپایي هېوادونو ډپلوماټانو چې د امریکا رسمي غوښتنه ورته رسیدلې، د نامه د نه ښودلو په شرط یې د مسالې په اړه څرګندونې کړي دي.

د امریکا د یوه نږدې متحد هیواد ډپلومات ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو له دې لید سره چې غواړي افغانستان باید قوي امنیتي ځواک ولري، یو شان نظر لري، خو د دوی بودجه بیخي محدوده ده او له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي.

یوه عرب ډپلوماټ ویلي، حکومت یي غواړي پوه شي چې د جمهور رییس اوباما ادارې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لګښتونود پیسو اندازه څنګه ټاکلې، نور هېوادونه به څومره ونډه اخلي او په ادارې فساد کې ښکیل افغان حکومت به پیسي په څه ډول لګوي. دا عرب ډپلومات وایي، هیواد به یې بالاخره د پیسو مرسته وکړي.

یو شمېر هیوادونه په خاص ډول اروپایي متحدان په دې باور دي، چې د امریکا په متحده یاالاتو کی ممکن د بهرنیو چارو د وزارت په نسبت له دفاع وزارت څخه افغانستان ته مالي مرستې په ډېرې آسانۍ چالانې شي ، خو د دوی په هیوادو کی خبره داسي نده.

یو شمېر هیوادونه وایی، دوي ته به آسانه وې چې د افغانستان د پراختیا لپاره مرستې وکړې او دا به د هغو ژمنو څخه جلا وې چې د جولاي میاشت کې د توکیو په کنفرنس کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له امینتي ځواکونو سره کیږي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په تېر ډسمبر میاشت کې نړیوالې ټولنې ته ویلي و، هیواد به یي له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتی ځواکونو او پراختیایی پروژو لپاره په کال کې لږ ترلږه لسو میلیاردو ډالرو ته اړتیا ولري. او دا مرستې باید تر ۲۰۲۵ کاله پورې دوام وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو تېرکال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر ولګول او دا رقم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز د ټول لګښت په سلو کې ۹۰ برخه ده.

تمه ده چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو شمېر دری لکه او دوه پنځوسو زرو ته ورسیږي. د امریکا پوځ دا هم ویلی، کله چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ټاکلی شمېر پوره شي، لګښتونه به یي نیمایي ته راټيټ شي.
XS
SM
MD
LG