د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

بارک اوباما او یوسف رضاګیلاني د شراکت پر دوام خبرې وکړې


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د پاکستان له صدراعظم سره تر کتنې مخکې د واشنګټن او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ تایید کړ.

اوباما ومنله چې په تېرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي وو خو ده د پاکستان په پارلمان کې له امریکا سره د اړیکو د څېړنې هرکلی وکړ. ولسمشر اوباما زیاته کړه، د دواړو هېوادونو لپاره دا مهمه ده چې خپل شراکت په سم ډول پرمخ بوځي.

″فکر کوم زموږ لپاره دا مهمه ده چې شراکت مو په سم ډول وي او فکر کوم زموږ لپاره دا هم مهمه ده، چې په خپلو کې صادقانه خبرې اترې وکړو او دا مسایل په رغوونکې او شفافه بڼه حل کړو.

زما تمه دا ده چې په پاکستان کې د روانې څېړنې او د هغو هڅو چې موږ یې په امریکا کې کوو، نتیجه داسې متوازن اقدام وي چې هم د پاکستان ملي حاکمیت، هم زموږ د ملي امنیت او له هغو تروریستانو سره چې مخکې یې پر موږ بریدونه کړي د جګړې د اړتیا په برخه کې زموږ اندېښنې په پام کې وساتي.″

د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره په واشنګټن او اسلام آباد کې د اقداماتو په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار بن رودس تېره ورځ وویل چې امریکا په راروانه مې میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د پاکستان د احتمالي ګډون هرکلی کوي. د ناټو په دې سرمشریزه کې افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو پر جزییاتو خبرې په پام کې دي.

د اوباما د څرګندونو په ځواب کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګېلاني په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل:

″موږ له افراطیت او تروریزم سره د مبارزې ژمنه کړې ده. یو سوله ییز، باثباته، سوکاله، خپلواک او د ملي حاکمیت خاوند افغانستان د پاکستان په ګټه دی. موږ په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي یو. که په افغانستان کې ثبات وي، په پاکستان کې به هم ثبات وي.″

د امریکايي کومانډو له خوا د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژنې وروسته د پاکستان او امریکا په اړیکو کې سخت کړکېچ راغی خو د بې پیلوټه الوتکو د حملو له دوام او په تېره نوامبر میاشت کې د ناټو په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو له مړینې وروسته دا کړکېچ پراخ شو.
XS
SM
MD
LG