د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د صنعتي پارکونو په نوم ځمکې باید له مافیا نه وژغورل شي


که څه هم دا نه ده معلومه، چې په افغانستان کې د صنعتي پارکونو لپاره څه اندازه ځانګړې شوې ځمکې غصب شوي، خو د نړیوالوخصوصي پانګه والو مرکزغوښتنه کوي، چې دا ځمکې باید له غصب کوونکوڅخه وژغورل شي.

د نړیوالو خصوصي پانګه والو د مرکز مسوول محمد نعیم د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه له جوړې شوې غونډې نه وروسته آزادي راډیوته وویل د افغانستان په بیلابیلو برخوکې ډیرې ځمکې چې د صنعتي پارکونولپاره ځانګړې شوې وې غصب شويدي.

ده څرګنده کړه چې په ځینو سیموکې له دې ځمکو څخه د صنعتي پارکونو پرځای نوره ګټه پورته کیږي:

"له شک پرته کومې ځمکې چې د پانګې اچوولو په نوم ترلاسه شوي اوس پکې کورونه جوړ شوي،مونږ اوس دا هڅه کوو چې دا ستونزه له حکومت او ملي شورا سره شرکه کړو ترڅو د حل یوه ښه لاره ورته پیدا شي.

کومې ځمکې چې د صنعتي پارکونو لپاره دي باید له غصب کوونکوڅخه بیرته واخستل شي،دا ځمکې د کور او خرڅلاو لپاره نه دي".

ده دغه راز وویل کومې ځمکې چې د صنعتي پارکونو په هدف صنعت کارانو ته ورکول کیږي باید ټولې آسانتیاوې او امکانات ولري.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونه هم وایی چې ښایی داسې سوداګرموجود وي چې د افغانستان د ملي ګتوپرخلاف په دې هیواد کې پانګه اچوونه غواړي.

د دې خونې د پلان ګذارۍ او د مالي مرستو د جلبولو مسوول ډاکټرشکیب مستور آزادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ځمکې غصب کوونکي زیات دي:

"دا نه شو ویلی چې زمونږ ټول سوداګرواقعي سوداګر دي اوهغه کسان دي چې رښتیا هم سوداګري او پانګه اچوونه غواړي.

رښتیا هم ښایی د پانګې اچوونې په نوم د ځمکې غصب کول موجود وي دا ډول کسان سوداګر نه بلکې د ځمکې غصب کوونکي دي.

دوی هغه کسان چې پیاوړي دولتي امکانات لري او له خپل دریځ څخه په ګټې اخیستنې په صنعتي پارکونو کې ښارګوټي جوړوي".

تردې وړاندې هم یوشمیرافغان سوداګرو او صنعت کارانو د خپل کارو بار د ترسره کولو لپاره د ځمکې له نشتوالي او خنډونو د موجودیت له امله شکایتونه کړي او وایي چې د صنعتي پارکونو کموالی د دې لامل ګرځیدلی ترڅو دوی له افغانستان څخه بهر پانګه اچوونه وکړي.

افغان سوداګراوپانګه وال وایي، که چیرې د سوداګرۍ او پانګې اچوونې لپاره دوی ته ځمکې ورکړې شي،امنیت ټینګ شي او د برښنا په څیر نورې آسانتیاوې ورته برابرې شي،نه یوازې دوی بلکې ډیر شمیر بهرني پانګه وال هم دیته لیواله دي چې په دې هیواد کې پانګه واچوي.

افغان حکومتي چارواکو تردې پخوا د سوداګرو او پانګه والو یو لړ ستونزې منلي او ویلي یې دي چې د هغوی د کارو بار د ښه کیدو لپاره یې مهم اقدامات هم کړي خو خصوصي پانګه وال وایی چې د دوی غوښتنو ته لکه څنګه چې لازمه ده چاه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
XS
SM
MD
LG