د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د فساد پر ضد د مبارزې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د قانون پر وړاندې معافیت دی


په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ویلیم پېټې
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ویلیم پېټې
په کابل کې د بریتانیې سفیر په دې باور دی، چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ د قانون په وړاندې د معافیت دود دې.

ویلیم پیټي، چې د سه شنبې په ورځ یې له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې زیات شمیر شتمن افغانان له عدالت څخه د تیښتې لپاره پیسې ورکوي او دا کار ددې سبب شوې، چې په افغانستان کې اداري فساد لا پراخ شي.

ده په خپلو خبرو کې اداري فساد د افغانستان په وړاندې یو جدي ګواښ وباله او ویویل، چې افغان حکومت باید ددې ستونزې د هواري لپاره زیاتې هڅې وکړي.

″موږ غواړو، چې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان ملاتړ وکړو او افغان ځواکونه تمویل کړو، خو که مونږ پوه شو، چې زمونږ پیسې ضایع کیږي او فساد ورسره کیږي، نو مونږ به دا مرستې ونکړو. که څه هم مونږ په تیرو څو کلونو کې پدې برخه کې ځینې پرمختګونه ګورو او په ځانګړې ډول د مالیی د ټولو په برخه کې، خو بیا هم د قانون په وړاندې په پراخه کچه معافیت موجود دې.

شمتن خلک کولای شي، چې د رشوت په ورکولو سره ځان له قانون څخه وژغوري، خو زما په نظر دا مسئله زیاته مهمه ده، چې باید ورته پاملرنه وشي.″

ویلیم پیټې دې ستونزې ته پداسې حال کې اشاره کړې، چې همدا اوس د هیواد په لویه څارنوالۍ کې د ځینو جګپوړو دولتي چارواکو دوسیی پرتې دي، خو خپله دغه چارواکي له هیواده بهر ازاد ګرځي.

اوس مهال که څه هم څو بیلابیلې ادارې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد کار کوي، خو تراوسه یی هیڅ یوه نده بریالۍ شوې، چې کوم جګپوړې چارواکي عدالت ته راکاږي.

خو دغه ادارې بیا پدې برخه کې مرسته کوونکي هیوادونه هم ګرم بولي او وایی، چې دوی په خپل سر د قراردادونو له لارې د فساد زمینه برابره کړې.

په ورته وخت کې ځینې افغان کتونکی هم دا مسئله تاییدوي او وایی، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د خپلو مرستو د ورکړې په بڼې بیا کتنه وکړي.

شیر محمد ستانکزې یو له دغو کتونکو څخه دې او وایی، اکثره هغه قراردادونه، چې د مرسته کوونکو هیوادونو لخوا کیږي شفاف ندي.

په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې په اړه دا بحثونه پداسې حال کې پورته شوي، چې د ټوکیو د کنفرانس لپاره تیارۍ روانې دي او تمه ده، چې افغانستان له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یو ځلې بیا د مرستو ژمنې ترلاسه کړي.

خو اکثره کتونکي پدې باور دي، چې د مرستو دا ژمنې به تر ډیره بیا هم د اداري فساد پر ضد د مبارزې له څرنګوالي سره تړاو ولري.

د بریتانیی سفیر هم ویلي، چې دوی باید خپلو خلکو ته ددغو مرستو په اړه حساب ورکړي، چې دا په څه ډول او چیرته په کوم هدف لګول شوي دي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG