د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

پنیټا: د افغان عسکرو له خوا دناټو سرتیرو وژنې انفرادي پېښې دي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا وایي، د افغان عسکرو له خوا د ناټو او امریکایي عسکرو وروستۍ وژنې انفرادي پیښې دي اوهغه د دې ښکارندویي نه کوي، چې ګواکې ترشاه یې یومنظم پلان موجود دی.

هغه وویل، دا ډول پیښې به په افغانستان کې د شپې له خوا د عملیاتو په اړه روانې خبرې له خپل مسیره وانه ړوي.

پنیټا چې په کاناډا کې د مکسیکو، کاناډا او د امریکا د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره دې هیواد ته په لاره یې خبریالانو ته څرګندنې کولې، وویل چې د دوشنبې د ورځې د دو جلا په پیښو په شمول چې د افغانستان په جنوب کې د افغان عسکرو له لورې یو امریکایي او دوه بریتانوي عسکر ووژل شول، دا ډول پیښې باید پرهغو حساسو بحثونو، چې امریکا د افغانستان له حکومت سره په دې هیواد کې د شپې له خوا د عملیاتو د هماهنګ کولو پرمسالی پیل کړي، ناوړه اغیزونکړي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم د شپې د عملیاتو موضوع ته په اشاره وویل؛ چې د امریکا متحده ایالات او افغانستان د دغو عملیاتو په اړه په روانو خبرو کې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلي او دی ډاډه دی؛ چې دواړه لوري به بالاخره ټاکلي هدف ته ورسیږي.

د هغه تفاهم لیک له مخې چې ټاکل شوې، دواړه لوري یې په روانه اونۍ کې لاسلیک کړي، د افغانستان د ملي اردو جزوتامونه به د شپې له خوا د عملیاتو په تنظیمولو او ترسره کولو کې پراخ رول لوبوي او هم به د دغو عملیاتو د ترسره کولو په اړه د قضاوت صلاحیت ورکول کیږي؛ که څه هم دوی به دا حق نه لري، چې د عملیاتو پریکړه ویتو کړي.

جنرال جان الن چې په واشنګټن کې د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ کې یې یوې غونډی ته وینا کوله، وویل که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ناټو پرځواکونو د حملو په نتیجه کې د دواړو متحدینو ترمنځ د بې باوري فضا رامنځته شوي، خو تراوسه پورې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې دي او د دواړو لورو چارواکي هڅه کوي؛ چې دغه ستونزه حل کړي.

هغه وویل، هغو لسګونو زرو فعالیتونو ته په پام سره چې د افغانستان ملي اردو او پولیس یې له بهرنیو ځواکونو سره د ورځې په ګډه پرمخ وړي، دغه انفرادي پیښې په هیڅ حسابیږي خو دوی بیا هم هڅه کوي، چې د دې ډول پیښو مخه ونیسي.

د امریکا د دفاع وزیرهم تاکید وکړ، چې ځیني افراد د دښمنۍ یا کرکې په اساس دا ډول حملې ترسره کوي خو دا انفرادي حملې دي؛ چې نه شي کولای د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد ته زیان ورسوي یا موږ له هغې ستراتیژۍ منصرف کړي، چې له مخې یې امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډمپسي چې له لیون پنیټا سره کاناډا ته په سفرکې ملګری وو، خبریالانو ته وویل؛ چې د دغې ستونزې د حل اساسي لاره دا ده، چې د افغانستان د ملي اردو د استخباراتو ظرفیتونه لوړشي.

ډمپسي وویل، ترټولو زیات خطرهغو امریکایي او د ناټو نورو ځواکونو ته متوجه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې پرمخ وړي یا هغوی ته مشوره ورکوي. خو هغه ټینګار وکړ، چې په اوس وخت کې یې د هیواد ملي امنیت ایجابوي چط دوی دغه خطرونه په ځان ومني.
XS
SM
MD
LG