د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ځینې مذهبي ډلې نیغ په نیغه د افغانستان په قضیه کې لوی لاس لري


افغان دولت له تیرې اوږدې مودې راهیسې له پاکستانه غواړي، څو د سولې په پروسه کې ورسره مرسته وکړي. د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه په دې باور دي، چې په افغانستان کې جنګیدونکي وسله وال طالبان د پاکستان له خوا حمایه کيږي او په همدې هیواد کې پناه ځایونه لري.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د یوشمېر مذهبي ډلو او ائتلافونو فعالیتونو یوارې بیا زور اخیستی. دا ډلې نژدې هره اوونۍ په لویو او وړو ښارونو کې ولسي غونډې جوړوي او احساساتي ویناوې کوي.

خو دا غونډې او ویناوې د ټولنې د اخلاقي اصلاحاتو او مذهبي چارو په باب نه بلکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور او د پاکستان له لارې دې ځواکونو ته د اکمالاتي کاروانونو د لیږد د راتلونکي په باب وي.

که څه هم دا ډلې د سیاسي هغو په نسبت په ولس کې چندیانې محبوبیت نه لري، خو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې پر سخت دریزو وسله والو ډلو د پام وړ نفوذ ترڅنګ د پالیسي جوړوونکیو او استخباراتي ادارو له خاص لطف وکرمه هم برخمنې دي.

ژورنالیست او ورځپاڼه لیکونکی شمیم شاهد وايي، ځینې مذهبي ډلې نیغ په نیغه د افغانستان په قضیه کې لوی لاس لري او که وغواړي نو کولی شي، افغانستان له لا نور وراني څخه وژغوري:

″د پاکستان استخباراتي او پالیسي جوړوونکې ادارې پر مذهبي ګوندونو او ډلو د پام وړ واک لري او همدغسې دا ډلې د افغانستان په حالاتو کې هم لوی لاس لري او واک لري.

خو له بده مرغه دا مهال دوی هلته منفي رول لوبوي، خو که دا رول په مثبت ډول ولوبول شي، نو بې له شکه په افغانستان کې به د سولې په ټینګښت کې ډیره مرسته وشي.″

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي تیره میلادي میاشت اسلام اباد ته په خپل سفر کې د جمعیت علمای اسلام په ګډون د ځينې هغو مذهبي ډلو له مشرانو سره، چې ویل کیږي، له وسله والو طالبانو سره نژدې اړیکې لري وکتل او له هغوی څخه يې د سولې پروسې په لړ کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د جمعیت علمای اسلام له یوه مشر مفتي کفایت الله نه مې وپوښتل، چې ایا ګوند يې حاضر دی، چې په دې سلسله کې له افغانانو سره مرسته وکړي؟

″ګورئ یو د هغو طالبانو دریځ دی، چې په جنګي ډګر کې جنګيږي او بل د امريکا دریځ دی، د امريکا دريځ دا دی، چې لومړی باید طالبان ښه وځپل شي، کمزوري شي او بیا ورسره خبرې وشي، چې زما په نظر دا هیچا ته د منلو وړ نه دی.

نو اوس باید پریښودل شي، چې امريکا ماته وخوري او که هرڅوک له دې شکست څخه د امريکا په ژغورلو کې مرسته کوي نو دا به یوه لویه تیروتنه وي. پریږدئ چې امريکایان ماته وخوري او ناکام بیرته ستانه شي.

افغان دولت ته مې هم مشوره دا ده، چې پریدې ږدي چې امريکا له ماتې سره مخ شي.″

سره له دې، چې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني څو اوونۍ وړاندې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له افغان دولت سره دې د سولې خبرو ته کښیني، خو لا هم په دې لړ کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

شمیم شاهد د پاکستان ملکي حکومت بې وسه ګڼي او وايي، چې اصلي ریموټ کنترول د پالیسي جوړوونکيو او استخباراتي ادارو په لاس کې دی:

″که چېرته د پاکستان پالیسي جوړوونکې او استخباراتي ادارې له زړه نه وغواړي، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ شي؛ نو دوی کولی شي، د طالبانو په لیکو کې له خپلو امکاناتو او هم د همدې مذهبي ډلو له لوري پر طالبانو فشار راوړي؛ څو وسله کیږدي او عادي ژوند ته راوګرځي.″

د امريکا متحد ایالات او افغان دولت په دې وروستیو کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو هڅې ګړندۍ کړي.

سره له دې، چې په کندهار کې د یوه امريکايي پوځي له خوا د اوولسو ملکي افغانانو تر وژنې وروسته ویل کیږي، چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې ځنډیدلي، خو د کارپوهانو په باور که د پاکستان نظامي کړۍ صادقانه وغواړي کولی شي د همدې مذهبي ډلو او پر طالبانو د خپل نفوذ له لارې دا پروسه د بریالیتوب تر بریده ورسوي.
XS
SM
MD
LG