د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

″احمدي نژاد دافغانستان له غمه اوښکې نه تویوي″


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد

د کابل ورځپاڼو مهم سرلیکونه تر ډیره د افغانستان په اړه په تاجکستان کې جوړې شوې سیمه ایزې غونډې او هغې ته د ایران د ولسمشر وینا ته ځانګړې شوي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان لپاره په تاجکستان کې جوړه شوې سیمه ییزه غونډه ځکه بې ګټې بللې، چې د ورځپاڼې په وینا ګډونوال یې د پخوا په شان په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

ورځپاڼې وړاندې د ایران د ولسمشر وینا ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د افغانستان لپاره د دې غونډې یوازنۍ پایله د ډله ییزو انځورونو اخستل او د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د ولسمشر لاس وهنه ده.

ورځپاڼې په نهایت کې دا غونډه دومره کم ارزښته بللې، چې په کې د افغان ولسمشر په ګډون انتقاد کړی او لیکلي یې دي، چې په هغې کې باید افغان سفیر او یا هم د اطلاعات او کلتور وزارت یو ټیټ پوړي چارواکي ګډون کړې وای.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا او په وړاندې یې د امریکایي پلاوي چلند هغه څه بللي، چې د ورځپاڼې په وینا د غونډې ګډونوالو ته یې ورسوله، چې د افغانستان د جنګ جرړه په بیساري ډول په ژوریدو ده.

ورځپاڼه لیکي، چې احمدي نژاد په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو تګلاره د بحران اصلي لامل وبلله.

ورځپاڼې لیکلي، که امریکا د اقتصادي بحران له کبله له افغانستان څخه ځان ټولول غواړي، خو یوازې د ایران مانورونه او په جغرافیه کې نوې ریښې هم امریکا اړباسي، چې خپل رقیب ته میدان خالي نه کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران یو ځلې بیا د خپلو اندیښنو او اهدافو د څرګندولو لپاره له دې غونډې ناوړه ګټه پورته کړه.

د ورځپاڼې په وینا د غونډې بهیر ځکه د افغانستان لپاره خوشحالوونکې نه وه، چې په کې په افغانستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې ژورې سیالۍ زیګنال ورکړل شو.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې احمدي نژاد د افغانانو له غمه اوښکې نه تویوي، بلکه له ده سره د ځان او ایران غم دی.

که نه نو د ورځپاڼې په وینا په دې ټول پوهیږي، چې سیمې ته د امریکا په راوستلو کې د پاکستان په څیر ایران هم مهم رول لوبولی دی.

ورځپاڼې لیکلي، که ایران او پاکستان د افغانستان په وړاندې صادقانه سیاست خپل کړې وای او د ښو ګاونډیانو په توګه یې عمل کړې وای، نو نن به افغانستان او سیمه له داسې ناوړه حالت سره نه وای مخ شوې.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ریکا غونډې ته د ایران د ولسمشر د وینا ځینې برخې راخستي، چې په کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو په تګلارې انتقاد شوی دی.

ورځپاڼه د احمدي نژاد په حواله لیکي، چې ترهګري په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو یوه پلمه ده او که دغه ځواکونه له افغانستان څخه وځي ترهګري او د نشه یي توکو کار وبار له منځه ځي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د دوشنبې غونډه د افغانستان لپاره ځکه کومه نتیجه نشي لرلې، چې له یوې خوا ګډون کوونکي هیوادونه په خپله کې د بې باورۍ ښکار دي او له بل لوري په افغان حکومت کې د اداري فساد موجودیت دې.
XS
SM
MD
LG