د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

د ازادو خبریالانو د ټولنې اداري پلاوی وټاکل شو


د ازادو خبریالانو د ټولنې اداري پلاوی
د ازادو خبریالانو د ټولنې اداري پلاوی

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د اداري پلاوي انتخابات د دوشنبې په ورځ په کابل کې د نړیوالو څارونکو په موجودیت کې وسوه. دغه ټولنه له تیرو اوو کلونو راهسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د چارواکو په خبره د بیان د ازادۍ او د ژورنالیستانو د حقوقو دفاع کوي.

په داسې حال کې چې افغان خبریالان په هیواد کې له بیلا بیلو ستونزو سره مخ دي، د ازادو ژورنالیستانو خپلواکه ټولنه د خبريالانو تر منځ پر همږغۍ ټینګار کوي.

دغه ټینګار د دوشنبې په ورځ د دې ټولنې د اداري پلاوي د انتخاباتو وروسته د دې ټولنې نوي رییس خپلواک صافي وکړه، نوموړي وویل، چې افغان خبریالان لا اوس هم کاري خوندیتوب نه لري، معلومات په اسانه نه شي ترلاسه کولای او له کړاونو سره مخ دي.

ښاغلي صافي د دغو ستونزو د حل په خاطر له افغان خبریالانو وغوښتل، چې په خپلو کې همږغي ډیر کړي.

″هیله مې دا ده، چې په راتلونکي کې هم زموږ ټول همکارانو خپله همکاري له موږ نه ونه سپموي، زموږ سټیج همدا مطبوعات دي. تجربې داسې ښيي، چې دا کافي نه دي، کومې پېښې زموږ پر سر دي، هغه د سټیج پر سر پر غندلو نه حل کیږي، نو کله چې یوه ستونزه او یا کومه مساله پېښیږي، هغسې به یې نه پرېږدو تعیقبوو به یې.

په دغسې مواردو کې، چې کله هم پرمختیا کیږي، که لږه هم وي او که کله خنډونه پیدا کیږي، باید یې له رسنیو سره شریک کړو او د مطبوعاتو له لارې، پر چارواکو او هغه کسانو چې په دغه ستونزو کې ښکېل دي پر هغوی فشار راوړو ترڅو یو پیل ته ورسیږو.″

دغه انتخابات چې د نړیوالو څارونکو په موجودیت کې وشوه، شریفه زرمتۍ وردک د دې ټولنې د لومړی مرستیالې احمد هنایش یې د دوهم مرستیال په توګه وټاکل شول.

د ازادۍ راډیو رییس رحیم الله سمندر چې پخوا د دې ټولنې مشر و، تر استعفا ورکولو وروسته د دې ټولني د منشي په توګه انتخاب شو.

خو یو شمېر افغان خبریالان ګیله لري او وایي، چې په تیرو لسو کلونو کې دغه ډول بیلا بیلي ټولنې جوړې شوي، چې د ژورنالیستانو د ستونزو په حل کې یې اغیزناک ګامونه نه دي اخیستي.

په کابل کې د میوند ټلویزیون خبریال فتح یاسیر همدغه ډول نظر لري، خو له دغه ډول ټولنو غواړي، چې خپل مسوولیت په لازمي ټوګه ادا کړي.

″په تېرو څو کلونو کې د ژورنالیستانو په نوم مختلفې ادارې جوړې شوي دي، زما په فکر تر ډېره دغو ادتحادیو د ژورنالیسانو په نوم سودا کړې ده. خو پاتې شوه د ژورنالیستانو مساله، ډېري همداسې بې برخې پاتې دي، د هغوی له حقونو څخه دفاع نه ده شوې.

زه فکر کوم چې دغو اتحادیو تر دې دمه په افغانستان کې هغه ریښتینی مسوولیت چې دوی یې لري نه دی ترسره کړی او زه هیله کوم چې په راتلونکي دوی وتوانیږي او هغه څه چې د دوی له لاسه کیږي، ترسره کړي.″

د راپورنو له مخې په افغانستان کې شا اوخوا زر چاپي، تصویري، غږیزې او برېښنايي رسنۍ فعالیت کوي او نژدۍ ۱۰ زره خبریالان ورسره کار کوي.

افغان حکومت په خپلو مهمو لاسته راوړنو کې په تیرو لسو کلونو کې د بیان ازادي او د رسنیو پرمختګ یادوي، خو له دې سره افغان خبریالان پر حکومتي چارواکو انتقاد کوي، چې پر وخت ورته معلومات نه ورکوي.

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) هم په خپل وروستي راپور کې پر حکومت انتقاد کړی، چې د خبریالانو د وژنې د دوسیو په تعقیب کې پاته راغلی او د تاوتریخوالي د ډیرېدو اصلي لامل همدا ټکی بولي.

نی په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د 2010 کال په پرتله په 2011 کال کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی.


راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG