د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

یوه افغان سرتیري دوه بریتانوي پوځیان په ډزو ووژل


د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه او افغان چارواکي وایي، چې د هېواد په جنوب کې ظاهراً یو افغان سرتیري دوه بریتانوي پوځیان وژلي او خپله هم وژل شوی دی.

که څه هم ایساف ځواکونو د دې پیښې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې ځینې افغان محلي چارواکي وایي، چې دا پیښه د دواړو لوریو ترمنځ د لفظي شخړې له کبله رامنځ ته شوې.

افغان او ناټو ځواکونه هڅه کوي، د هغې پیښې لاملونه روښانه کړي، چې په کې ظاهراً د ملي اردو یو سرتیري د هیواد په جنوب کې دوه بهرني پوځیان وژلي.

دا پیښه د دوشنبې په ورځ په هلمند کې رامنځ ته شوی او د چارواکو په وینا په کې د ملي اردو هغه سرتیری هم وژل شوی، چې په بهرنیو پوځیانو یې ډزې کړې وې.

په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند ″جسټن براک اف″ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم د پیښې د ځای او وژل شویو بهرنیو پوځیانو د هویت په اړه څه و نه ویل، خو زیاته یې کړه، چې دا بهرنیان د یو کس له خوا، چې د ملي اردو یونیفورم یې په تن وو وژل شوي.

″دې وایي یو کس، چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې په تن وو نن یې د هیواد په جنوب کې خپله وسله د ایساف ځواکونو د سرتیرو په لور اړولی او دوه سرتیري یې وژلې دي.

دغه حمله کوونکی کس د ایتلافي ځواکونو د سرتیرو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی. د افغان او ایساف ځواکونو یو ګډ ټیم د دې پیښې په اړه څیړنه کوي او موږ د هغو کسانو کورنیو ته، چې په نننۍ پیشه کې وژل شوی خپله خواخوږي وړاندې کوو.″

خو د افغانستان په جنوب کې د ایساف ځینو سرچینو، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله ویلي، چې وژل شوي بهرني پوځیان بریتانویان دي.

له بل لوري په هلمند کې ځایي چارواکو تایید کړې، چې دا حمله د ملي اردو د یو سرتیري له خوا شوې، خو د پیښې د علت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا پیښه په لشګرګاه کې د ″پي. ار. ټي″ او یا د ولایتي بیارغونې د ډلې د مرکز په دروازه کې رامنځ ته شوی.

ښاغلي احمدي دا هم وویل، چې د پیښې د څرنګوالي په اړه د دوی او د ایساف ځواکونو له خوا په ګډه تحقیقات روان دي.

″دا د ملي اردو سرتېری و، اوس زموږ او د ایساف ځواکونو له خوا څېړنې روانې دي، چې پېښه څنګه رامنځ ته شوه، چې ایا دا کومه تېروتنه وه، سوء قصد و، څه علت و، چې دا پېښه رامنځ ته شوې ده.″

په هلمند کې ځینو نورو امنیتي چارواکو، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله ویلي، چې دا پیښه د ملي اردو د سرتیري د تلاشۍ په مهال د یوې لفظي شخړې په پایله کې رامنځ ته شوی.

د دې پیښې علت که هر څه وي دا به وروسته څرګنده شي، خو په افغانستان کې له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دې خوا د افغان سرتیرو له خوا د دوی په بهرنیو همکارانو د ډزو پنځه څلویښت پیښې ثبت شوي.

په تیر یو کال او په ځانګړي ډول کلام پاک ته د بهرنیو ځواکونو له سپکاوي وروسته په دې حملو کې زیاتوالی لیدل کیږي او شپږ امریکایي پوځیان کلام پاک ته د سپکاوي د پیښې په غبرګون کې وژل شوي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG