د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

"د سولې په خبرو کې د م.م د منځګړيتوب رول رد شو"


د سولې د عالي شورا د نړېوالو اړیکو مسئول محمد اسمعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا د نړېوالو اړیکو مسئول محمد اسمعیل قاسمیار
د افغانستان د سولې عالي شورا د بحران د نړېوالې ډلې هغه راپور رد کړ، چې وايي افغان حکومت د نړېوالو او کورنیو فشارونو له امله په هېواد کې د تل پاتې سولې د راوستلو لپاره په یوه کمزوري دریځ کې دی.

د سولې د عالي شورا د نړېوالو اړیکو مسئول محمد اسمعیل قاسمیار د دې نظر په ردولو سره وايي، چې د دې ډلې مسئولین له افغانستان او خلکو څخه یې سمه پیژندګلوي نه لري.

نوموړي په دې راپور کې هغه وړاندیز هم رد کړ، چې ویلي یې دي ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې د خبرو منځګړیتوب پرغاړه واخلي.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې ملګري ملتونه دا رول نشي لوبولی خو کولای شي چې همکاري وکړي:

"زموږ هېواد له یوې ډیرې پراخې نړېوالې پیژندګلوۍ څخه برخمن دی، له همدې امله اوسني شرایط یې له لسو کلونو پخوانیو شرايطو څخه چې د بن لومړی کنفرانس جوړ شو او ملګرو ملتونو په افغانستان د حکومت جوړولو ته پام واړاوه، ډیر توپير لري.

نن موږ ورته اړتیا نه لرو، خو همکارۍ ته یې اړتیا لرو، یعنې نړېوال دوستان مو په ځانګړې توګه ملګري ملتونه کولای شي چې له موږ سره همکاري وکړي."


د بحران د نړېوالې ډلې په راپور کې د دې ډلې د یوه چارواکي له قوله راغلي چې د سولې د منځګړیتوب لپاره داسې یوه لوري ته اړتیا ده چې د طالبانو، افغان دولت او مخالفو سیاسي ډلو په ګډون ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

په راپور کې راغلي، چې د امریکا تر کنترول لاندې اوسني مذاکرات به په افغانستان کې دوامداره سوله رانشي وستلای.

په راپور کې دا اندیښنه هم ښودل شوې، چې که له طالبانو سره کوم جوړجاړی رامنځ ته شي نو ښايي د شمالي ټلوالي، حزب اسلامي او نورو ډلو له غبرګون سره مخ شي.

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان هم په دې ټینګار کوي، چې د سولې په خبرو کې دې ټولې ښکیلې خواوې برخه ولري.

د بحران نړېوالې ډلې په داسې حال کې خپل تازه راپور خپور کړی دی، چې وسلوالو طالبانو د امریکا له متحده ایالاتو سره په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډولو خبره کړې ده.

طالبانو ویلي چې دغه خبرې یې ددې لپاره درلولي چې د امریکا متحده ایالاتو د مذاکراتو د پیل لپاره د دوی ځینې غوښتنې نه دي عملي کړي.

خو د طالبانو له دغه اعلان سره سره افغان حکومت او ځینو لویدیزو چارواکي بیا هم داسې نه انګیري چې ګنې د سولې خبرې نورې په ټپه دریدلي، بلکې راتلونکې ته یې خوشبیني ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG