د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

په پکتیا کې د نیالګیو د ایښودلو لړۍ تازه پیل شوه


په داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو ګرمسېر ولايتونو کې لا د وخته د نيالګيو اېښودلو لړۍ پيل شوې، خو پکتيا هغه ولايت دی چې اقليم يې نسبتا يخ دی او نيالګيو اېښودل لړۍ يو څه وروسته پکې پيلېږي.

د همدې نيال اېښودنې په لړ کې چې تازه – تازه يې لړۍ پيل شوې، د پکتيا ولايت يو شمېر ځوانانوهم د اشر په ډول د دې ولايت په مرکز ګردېز کې د نيال اېښودلو کار پيل کړ.

د ونو اېښودلو دا لړۍ چې د پکتيا ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو امريت په هڅو او د کرنې او مالدارۍ رياست په تخنيکي مرسته پيل شوې، ويل کېږي چې په ترڅ کې به يې د ځوانانو لخوا زيات شمېر ميوه نيونکي او بې مېوې نيالګي وکرل شي.

د دغې لړۍ يا کمپاين برخه والو ځوانانو د نيال اېښودنې د اشر پر مهال ازادۍ راډيو ته وويل چې دوی په دې اشر کې په خپله خوښه ونډه اخيستې او زياته يې کړه چې نور ځوانان به هم په دې کمپاين کې ګډون ته وهڅوي.

د پکتيا ولايت د ځوانانو چارو امر امان الله اماني، چې د دې لړۍ پرانیسته يې وکړه او دغه کار يې له خپلې ادارې پيل کړ، وايي، چې په نوي ۱۳۹۱ لمريز کال کې دا د دوي د ادارې لومړۍ هڅه وه، چې ځوانان يې دې ته وهڅول، څو په خپله خوښه د نيال اېښودنې په دې اشر کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، د دې اشر په لومړي پړاو کې د ګردېز ښار د مختلفو سيمو څلوېښت تنو رضاکاره ځوانان برخه اخيستې.

دا چې دغه نيالونه به په کومو سيمو کې اېښودل کېږي؟ او ايا دغه لړۍ به يوازې تر مرکزه محدوده وي او که نه نورو سيمو ته به هم وغځول شي؟ په اړه يې ښاغلی امانی زياتوي:

"دا نيالګي به د معارف رياست اړوندو ښوونځيو، پکتيا پوهنتون، روغتيايي مرکزونو او نورو ځايونو کې کښېنول شي او د دې لړۍ پرانیسته په ګردېز ښار کې وشوه، خو هم مهاله د پکتيا په ولسواليو کې هم د ځوانانو د شوراګانو له لارې دا کمپاين پيل شوی."

بل خوا بيا په عين وخت کې د زراعت کارپوهان اندېښنه ښيي، چې د نيال اېښودنې پر مهال، د نيالګيو کيفيت ته پاملرنه نه کېږي او پکتيا ته ډېر داسې نيالونه راوړل کېږي، چې د دې سيمې له اقليم سره توافق نه کوي او له لګولو وروسته يا مطلوبه نتيجه نه ورکوي او يا هم له څه مودې وروسته وچېږي.

د زراغت انجينر شېرياو احمدي د کرنې رياست له مسوولينو او نورو اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د ونو پالنه دې وکړي او د بې کفيته ونو بوټو د راوړلو او خرڅلا مخه دې ونيسي.

د نيالګيو اېښودلو کلنۍ لړۍ څه نوې خبره نه ده او هر کال په ټول افغانستان کې د نوي کال په اوايلو کې په لوی شمېر نيالګي اېښودل کېږي، خو له څو مياشتو تېرېدو وروسته د محدودو لاملونو له امله د چارواکو هغه زرګونه نيالګي په وچو لښتو بدل شي، چې دوي يي هر کال د خاصې ساتنې او پالنې دروغجنې وعدې ورکوي.

د خلکو او نظر خاوندانو غوښتنې او وړانديزونه دا دي چې له هر څه لومړی بايد په ټولو ولايتونو کې د کرنې رياستونه د بې کيفيته نيالګيو مخه ونيسي، د هماغو سيمو د اب او هوا په اړه خلکو ته د رسنيو له لارې معلومات وکړي او تر څنګ يې په ښارونو کې د ښارواليو او له ښارونو څخه په وتليو سيمو کې د خلکو په مرسته د اېښودل شويو نيالګيو لازمه پالنه وکړي.

راپور – لمر نيازی
XS
SM
MD
LG