د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د افغان دولت له خوا د سولې پیل شوې بهیر څه شو؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهمې تبصرې بیا هم له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو څرنګوالي ته ځانګړې شوي دي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپله تبصره کې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره د افغان دولت په هڅو بحث کړی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د اټکل له مخې د قطر خبرې کومې نتیجې ته و نرسیدلې، خو اوس پوښتنه دا ده، چې د افغان دولت له خوا د سولې پیل شوې بهیر څه شو؟

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان دولت د سولې لپاره کوم ځانګړی پروګرام او یا پلان نه لري او دې کار د سولې بهیر خورا زیانمن کړی.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان د مسوولیتونو د اخستلو په لور روان دی او که له وسله والو مخالفینو سره په سوله کې بریالی نه شي، نو هر څه به په اوبو لاهو شي.

ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د سولې بهیر دې د یو ځانګړي پلان له مخې له سره پیل کړي او دا مساله دې جدي ونیسي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د قطر په بهیر بحث کړی او د طالبانو له خوا د خبرو د ځنډ ځینو لاملونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا له امریکا سره د خبرو د ځنډولو یو اساسي علت دا و، چې دوی د امریکا په هڅو بې باوره شول او دا یې و انګیرله، چې امریکا سولې ته لیواله نه ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا خبرې بیا هله پیلیدلې شي، چې امریکا د بندیانو د خوشې کولو لپاره د طالبانو غوښتنه ومني.

ورځپاڼې په یوه جلا تبصره کې لیکلي، چې طالبان هم د سولې پرته بله لار نه لري او دوی یو ځلې جګړه ازمویلې او بیا یې ازمویل په کار نه ده.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د بریتانیې د سفیر څرګندونې راخستي.

ورځپاڼه لیکي، چې ویلیم پیټې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو ځنډ ته نه یوازې دا، چې اندیښمن نه دی، بلکه هیله مند دی، چې دا خبرې به ژر بیرته پیل شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د بریتانیې سفیر له خبرو د طالبانو پشا کیدل یو تکتیکي عمل بللی دی.

ورځپاڼه لیکي، که د بریتانیې د سفیر څرګندونې رښتیا وي، نو هغه اندیښنې لا پیاوړې کیږي، چې دواړه لوري په لوی لاس د افغانستان جګړه غځوي.

ورځپاڼې لیکلي، که د سولې د خبرو ځنډول د هر چا لپاره هره معنې لري، خو د افغانانو لپاره یې یوه شیبه ځنډیدل هم د نورې وینې تویدنې او بربادۍ په معنی دی، چې نور یې هیڅ حوصله پاتې نه ده.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په کابل کې د بریتانیې سفیر ویلیم پیټې تر ډیره په دې ټینګار کړی، چې د سولې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د بریتانیې سفیر دا هم وایي، چې دوی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د افغان حکومت له هلو ځلو ملاتړ وکړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د پخلاینې لپاره د افغان حکومت او د امریکا له خوا روانې هلې ځلې هیله بخښونکي بللي او لیکلي، چې په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه هم پورته شوې دي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې په افغانستان کې سوله او پخلاینه یوازې هغه وخت ترلاسه کیدای شي، چې ټول افغانان یو موټې شي او خپلې هلې ځلې همغږې کړي.
XS
SM
MD
LG