د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

"د الکترونیکي تذکرو چاپ او ویش به ډیر ژر پیل شي"


د دې تړون له مخې به په راتلونکو پنځه میاشتو کې د هېواد اتباعو ته د الکترونیکې تذکرو د چاپ او ویش لړۍ په رسمي توګه پیل شي.

د دې چارې لپاره د پنجشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې د مخابراتو د وزیر او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین وویل، د الکترونیکي تذکرو د چاپولو چارې به د دواړو وزارتونو د ټیمونو په همکاری چاپ او د هېواد پر اتباعو به وویشل شي، ښاغلي سنګین د دې تذکرو د ځانګړتیاو په هکله وویل:

«د الکترونیکي تذکرو کوم سیستم چې موږ په پام کې نیولی، ساری یي په سیمه کې نه لیدل کېږي.

مهمې ښیګڼې یي دا دي، چې د تذکرې د اخیستونکي لس ګوتې لګییږي، د سترګو تصویر یي اخیستل کېږي او بیا یو مرکزي ډیتابیس ته سپارل کېږي، کارت یي ستندرد دی.

کارت یو الکترونیکي چېپ لري او په څنګ کې اوه نښې هم ځای پرځای شوي دي.»


ښاغلي سنګین زیاته کړه، په ټول هېواد کې دا لړۍ په درې کلونو کې بشپړه او د انتخاباتو لړۍ ته به اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال یار محمدیارمند وویل، خلکو ته د تذکرو د تیارولو او ویشلو چارې د کورنیو چارو د وزارت دنده ده، خو د مخابراتو وزارت ورسره د چاپ او تخنیکي چارو په پرمخ بیولو مرسته کوي، جنرال یارمند وړاندې وویل:

«لومړی پړاو د تجهیزاتو لیږدول، دوهم ښوونه او روزنه، همدا رنګه د څلورسوه ټیمونو روزل، دا ټیمونه به ټولو ولایتونو، ولسوالیو او سرحدونو ته ځي او د بایئومیټریک معلومات به راټولوي.

څلورم پړاو د تذکرو چاپول او پنځم ویشل دي.

دا به له کابله پیل شي، هیله ده په پنځه شپږو میاشتو کې لومړی تذکره د دولت مشرتابه ته ورکړو.»


چارواکو دا هم وویل، د موټرو د جوازسیر، لاسنسونو، د ځمکو او ملکېتونو د قبالو الکتیرونیکي چاپول هم د دې پروګرام برخه ده.

د کورنیو او مخابراتو وزارتونه په داسې حال کې د الکترونیکي تذکرو د چاپ او ویش خبرې کوي چې هېواد ځینو خلکو د ملکېتونو په جعلي اسنادو او قبالو ډیرې ځمکې غضب کړي چې دې مسئلې تر ډیره ځایه د دولت او خلکو او یاد افراد ترمنځ شخړې پیداکړي دي.

کارپوهان وایي، د ملکېتونو جعلي اسنادو د حکومت ډیر پلانونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

راپورخان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG