د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

"د طالبانو له خوا د خبرو ځنډول یو تکتیکي شاتګ دی"


په کابل کې د بریتانیي سفیر
په کابل کې د بریتانیي سفیر
په کابل کې د بریتانیي سفیر، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر په پرمخ بیولو ټینګار کوي په دې باور دې، چې له امریکا سره د طالبانو له خوا د خبرو ځنډول یو تکتیکي پشا تګ دې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دا خبرې له تیر شاوخوا یو کال راهیسې روانې وې، خو اوس اوس طالبانو اعلان وکړ، چې دا خبرې یی د امریکا د نا څرګند تګلارې له کبله ځنډولي دي.

خو ویلیم پیټي، چې په افغانستان کې یی د ماموریت موده پوره شوې د یکشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې د ازادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو دا پریکړه ډله ایزه نه ده:


"زه فکر کوم، چې زه دې مسئلې ته زیات اندیښمن نه یم او فکر کوم، چې دا یوه تکتیکي مسئله ده او ټول طالبان په دې اړه متفق نه دي.

دوي په دې اړه کومه ستراتیژیکه او ډله ایزه پریکړه نه ده کړې، زه فکر کووم، چې یوه ورځ به د طالبانو تحریک په بشپړه توګه چمتو وي، چې له افغان دولت سره خبرو ته کیني دا یوه پیچلې پروسه ده، وخت نیسي او موږ باید حوصله وکړو."


د بریتانیی د سفیر زیات ټینګار پدې وو، چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ پرمخ بوتلای شي او ددوی په ګډون نړیوال دې ورنه ملاتړ وکړي.

ده په دې اړه د امریکایي مشرانو څرګندونو ته هم اشاره وکړه، چې په نهایت کې به د سولې د بهیر مشري افغان لوري ته سپارلې کیږي.

خو کتونکي دې کار ته ځکه د شک په سترګه ګوري، چې له یوې خوا طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر ندي او له بل لوري په خپله په حکومتي کړیو او د سولې په عالي شورا کې اختلافاتو ته ګوته نیولې کیږي.

خو له دغو اختلافاتو سره سره د بریتانیی سفیر او د سولې د عالي شورا ځینې غړي هیله مند دي، چې دا بهیر به بیا پیل شي او په نهایت کې به طالبان دې ته غاړه کیږدي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.

ښاغلي پیټي په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په فعالیتونو هم انتقاد وکړ او ویویل، چې دوی پدې موده کې ځینې فرصتونه د خپل غفلت له کبله له لاسه ورکړي دي.

ده وویل، چې په تیرو لسو کلونو کې یوازې وروستي درې کلونه داسې دي، چې په بیلابیلو برخو کې پکې پرمختګ شوې دې:

"زه فکر کووم، چې مونږ په افغانستان کې ځینې فرصتونه له لاسه ورکړي، زه فکر کووم، وروسته له هغې، چې ایتلافي ځواکونه افغانستان ته راغلل او د طالبانو واکمني یی پای ته ورسوله مونږ افغانستان ته لازمه پاملرنه ونکړه. مونږ خپل ماموریت او مسؤلیت په سمه او بشپړه توګه درک نه کړ.

خو په تیرو دریو کلونو کې مونږ د منابعو، پوځي او ملکي کارکوونکو او مالي مرستو زورور بهیر ولید، څو له افغانانو سره مرسته وکړي، چې د بشپړې خپلواکۍ، ثبات او سوکالۍ په لار روان شي."


ښاغلي پیټي وویل، چې دې د یو خوشبینۍ په فضا کې له افغانستان څخه ځي او هیله مند دې، چې په ۲۰۱۴ او یا هم په ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې به افغانستان له نن څخه زیات باثباته او سوکاله وي.

ښاغلي پیټې دا پرمختګونه پداسې حال کې هیله بښونکي بللي، چې زیاتره افغانان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالاتو ته اندیښمن دي.

تر ډیره دا سپارښتنه کیږي، مخکې له دې، چې بهرني ځواکونه وځي باید له طالبانو سره د سولې بهیر یوې نهایی نتیجې ته ورسولې شي.
XS
SM
MD
LG