د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

"د نارامه ولایتونو زده کوونکو ته دې په کانکور کې امتیازي نومرې ورکړل شي"


د کانکور د ازموینې د نتایجو اعلان په هېواد کې د ولایتونو ترمنځ د لوړو زده کړو په برخه کې د انډول د له منځه تلو په اړه ژورې اندیښې راپورته کړي دي.

د یکشنبې په ورځ مشرانو جرګې هم په دې نتایجو بحث وکړ او ځینو سناتورانو له ناامنو او وروسته پاتې ولایتونو څخه د کانکور په ازموینه کې د محدود شمېر زده کوونکو د ګډون په اړه اندیښنې څرګندې کړې.

د مشرانو جرګې یوې غړې نجیبې حسیني له ځینو دغو ولایتونو څخه د کانکور په ازموینه کې په ځانګړې توګه د نجونو نه ګډون ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"په ځینو ولایتونو کې خو هیڅ کومې نجونې په کانکور کې برخه نه ده اخیستې او کامیابه شوي نه دي، لکه ارزګان او پکتیکا.

په ځینو نورو کې یې شمېر بیخي کم دی، لکه له نیمروز نه درې نجونې، له نورستان نه یوه، له زابله درې کسه.

د دیني او فرهنګي چارو کمیسیون دې د دواړه وزارتونه را وغواړي، تر څو نجونو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړي او یوه خاصه توجه ورته وشي."


د سږ کال د کانکور د نتایجو د هغه لست له مخې چې د یکشنبې په ورځ سناتورانو ته وویشل، له کنړه یولس او له لغمان او پکتیکا نه دیارلس دیارلس جنکۍ د لوړو زده کړو موسسو ته راغلي دي.

د لست له مخې په دغو او ځینو نورو ولایتونو کې د کانکور په ازموینه کې د هلکانو شمېر هم د اندیښنې وړ وبلل شو.

له نورستان نه یوازې څلور زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې د لوړو زده کړو موسسو ته راغلي دي او د نورو ولایتونو په نسبت له نیمروز، ارزګان، بادغیس، هلمند او کندهار نه هم کم شمېر زده کوونکو په کانکور ازموینه کې کډون کړی و.

ځینو سناتورانو وړاندیز وکړ، چې دغو ولایتونو ته دې د لوړو زده کړو په برخه کې یو ډول امتیاز ورکړل شي، د نورستان استازی حافظ عبدالقیوم:

"له نورستان نه په کانکور کې پنځه کسان کامیابه شوي دي، یو ولایت چې پنځه نفره د لوړو زده کړو موسسو ته ولیږي، نو هلته به د بې کارۍ حجم څومره وي.

د دې لپاره زه درې وړاندیزونه لرم. یو دا چې په ټولو پوهنځیو لکه طب، انجنیري او نورو کې دې دغو وروسته پاتې ولایتونو ته یوه خاصه برخه ورکړل شي، د پوهنې وزارت باید په امتیازي معاشونو سره دې ولایتونو ته مسلکې استادان ولیږي او بل دا چې د ناامنو ولایتونو په مرکزونو کې دې یوه یوه د لیلیې والا ښوونځی جوړ شي، چې د ناامنو سیمو کسان یې پکې درس ووايي."


کله مو چې د سناتورانو د وړاندیزونو په اړه د لوړو زده کړو د وزارت له ویاند عظیم نوربخش څخه وپوښتل، هغه وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د نورو زده کوونکو د جذبولو ظرفیت نه لري.

ښاغلي نوربخش زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د دیرش زرو زده کوونکو د جذب ظرفیت لري خو سږ کال یې له دې څخه لس زره اضافي هم جذب کړل.

په یادو زیاترو ولایتونو کې چې په کانکور کې یې د زده کوونکو شمېر کم و، ښوونځي او ښوونکې د ناامنو او یا هم د وسلوالو مخالفینو له خوا ګواښل کېږي.


ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلمي کال د پرانیستلو په مراسمو کې یو ځلي بیا له وسلوالو مخالفینو وغوښتل چې ښوونځيو او ښوونکو ته دې ګواښونه نه کوي.

راپور: زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG