د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۸

کابل ښاریان د تېلو او ګازو له لوړو بیو سر ټکوي


د کابل ښاریان یو ځل بیا د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو شکایت کوي. دوی وایي د ژمي له وتو سره سره، بیاهم د دې مواد په بیو کې کموالی رانه غلو.نن سبا په ښار کې د یو کیلو ګازو او یو لیټر تیلو بیه څه کم اویا افغانیو ته پورته شوې ده. دې مسالی د ولسي جرګې غړي هم اندیښمن کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې کابل ښاریان د تیلو او ګازو د بیو له پورته تللو شکایت کوي، بلکې پخوا یې تردې هم شکایتونه لرل.

دوی وایي، په مسلسله توګه یې غږ پورته کړی، خو د مسولو ارګانونو له خوا د ستونزې اواري ته لازم اقدامات نه دي شوي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دولت څخه وغوښتل، چې د تیلو او ګازو د بیو کمولو ته تدابیر جدي کړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي نجیب اله وویل:

″مخکې مو یو بالون څلویښت کیلویي دوه زره او سل او اوس یې په دوه زره او شپږ سوه رانیسو. تیل هم یو لیټر اویا افغانیو ته رسیدلي دي، لوی سوداګر ګاز قیمتي ته ذخیره کوي، اوس ژمی هم تیر دی نه پوهیږو، چې دا ستونزه څومره دوام کوي.″

څه کم لس ورځې کیږي، چې په کابل ښار کې د ګازو او تیلو بیې په ناڅاپي توګه پورته شوي دي.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم پردې ستونزې اندیښنه وښودل شوه.

د جرګې یوشمېر غړو د حکومت په مربوطو ادارو انتقاد وکړ، چې د سوون موادو د بیو د لوړیدو مخه یې نه ده نیولې.

مولوي رحماني وویل:

″پرون مې د خیرخانې مینې له کوتله اخوا، یولیټر په اویا افغانۍ واچول، که غلې کینو او له مسوولینو پوښتنه ونه کړو ستونزه نوره هم لویږي. باید د سوداګرۍ او اقتصاد وزیران د ستونزې حل ته خپل پروګرامونه ووایي.″

د سوداګری او صنایعو وزارت دا مني، چې په دې ورځو کې د ګازو او تیلو بیې پورته شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، د واورو له امله د شمالي لارې بندیدل او په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیو لوړیدل د دې سبب شوی، چې په هېواد کې د سوون موادو بیې پورته شي.

د موضوع په هکله د دې وزارت ویاند وحیداله غازي خیل ازادي راډیو ته وویل:

″مخکې د یو ټن تیلو بیه په نړیوال مارکیټ نهه سوه دالره وه اوس څه باندې یوولس سوه ډالره ده او د سالنګ د لارې د بندیدو له امله اته نهه سوه ټانکونه ایساروو، اوس کابل ته رارسیدلي، یو کیلو ګاز پنځه شپیته پورې خرڅیدلی شي، موږ کافي ګاز لرو او د تېلو بیه مو هم ترپنځه شپیتو پورې ټاکلې ده.″

د ژمي په شپو ورځو کې د سوداګرۍ وزارت د تیلو او ګازو بیې ټاکلې وې او زیاته کړې یې وه، چې که چا ترې سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وشي.

خو سره له دې چې ژمی تیر او شمالي لارې هم خلاصې دي، بیا هم د تیلو او ګازو بیې پر ځای ونه دریدې.

د سوداګرۍ وزارت دا هم وایي، د ګازو بیه به لوړېدو ته پرې نه ږدي او نورې هڅې هم کوي، چې د دې موادو زیاته اندازه هیواد ته راوړل شي.

دا چې دا هڅې به کله نتیجه ورکوي، دا به هم معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG