د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

وروسته له دې د انجینیرۍ او طب پوهنځي په انګریزي ژبه تدریسیږي


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر حامد کرزي د ښوونځي د زنګ په وهولو سره د ۱۳۹۱ لمریز تعلیمي کال په رسمي توګه پرانست. د نوي تعلیمي کال د پرانستلو لپاره د شنبې په ورځ په کابل کې په اماني لیسه کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سربیره د کابینې، ملي شورا یو شمېر غړو او بهرنیو ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې که څه هم د پوهنې د پراختیا په برخه کې زیات پرمختګونه په سترګو کیږي، خو په دې برخه کې د وسله والو مخالفینو چلند لا هم د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې د۱۳۹۱ تعلیمي کال پرانیست یوځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د په هیواد کې د پوهنې پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

ښاغلی کرزي په خپلو خبرو کې د یو خپلواک او سوکاله افغانستان لپاره پوهنه ضروری وبلله.

″دا د افغانستان له خلکو، د هغوی له ژوند او د هغوی له دین یعنې اسلام سره دښمني ده، که دوی د افغانستان او د افغانستان د ودانولو ادعا کوي بیا نو آزاد افغانستان یواځې او یواځې په یو تحصیل کړي ځوان پورې تړلی ده.

که دوی زموږ په هیواد کې ښوونځي تړي بیا نو زموږ د هیواد د ودانولو نه بلکې د غلامي لپاره دي، زه له دوی نه د یو ورور په توګه هیله کوم، چې نور ښوونځي ونه تړي.″

د پوهنې وزیر ډاکټرغلام فاروق وردګ د معلوماتو له مخې دمګړۍ په نهو ولایتونو کې پنځه سوه اوه پنځوس ښوونځي تړلې دي، چې دوه لکه ماشومان یې له زده کړو بې برخې کړي دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اکثره دغه ښوونځي د هیواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د نا امنیو او د موجودو ګواښونو له کبله تړلي پاتې دي.

ښاغلي کرزي له قومي مشرانو او دینې عالمانو وغوښتل، چې ښوونځیو ته د ماشومانو په ورتګ کې مرسته وکړي.

ولسمشر وویل، چې په تیرو کلونو کې د پوهنې په برخه کې د کمیت له پلوه د پام وړ پرمختګ شوی او اوس مهال د دې اړتیا ده، چې کیفیت ته ډیره پاملرنه وشي او بهرنیو هیوادونو ته د زده کوونکو د تګ شمیر زیات شي.

ښاغلی کرزی وویل، چې حکومت غواړي، وروسته له دې ساینسي پوهنځي لکه انجینیرۍ او طب په انګریزي ژبه تدریس شي.

د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ د خپل تیر کال پرمختګونو ته د اشارې ترڅنګ د سږکال لپاره د دغه وزارت ځینې مهم پلانونه هم بیان کړي.

″د پوهنې وزارت د پلانونو په اساس په نوی تعلیمي کال کې، د څلویښت فیصده د اناث په شمول یو اعشاریه څلور میلیونه نوی زده کوونکې د هیواد په تعلیمي موسساتو کې به شامل شي، په همدې کال کې به یو زره اوه ویشت بابه نوي تعلیمي موسسې ایجاد کړو، له دې جملې څخه به اته سوه د عمومې زده کړو مکاتب وي، یو اتیا بابه به د اسلامې زده کړو موسسات وي، څلور اویا بابه به د تربیه معلم الحاقیه وي او دوه اویا بابه به د تخنیکې او مسلکي زده کړو موسسات وي.″

له دغو ټولو کارونو سره سره، چې د پوهنې وزارت یې د سږ کال لپاره په پام کې لري، په نا امنه ولایتونو کې د ښوونځیو بیا پرانستل لا هم یوه اساسي ننګونه بلل کیږي.

کتونکي هم دغه کار خورا ستونزمن بولي او وایي، چې د پوهنې وزارت هله خپل پروګرامونه پلې کولی شي، چې امنیتي حالت ښه شي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG