د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د نړېوالو مرستې دوامداره وي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارګ ګروسمن
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارګ ګروسمن
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازی مارک ګروسمان وایي، ډاډ یي حاصل کړی، چې د ناټو اروپایي متحدان به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهيز او روزنې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړې.

د ګروسمان په وینا، دا مرستې به کافي او داوام داره وې.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن پلان لري، چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې په افغانستان کې د دېره امریکایي عسکرو زیات شمېر وباسي او د امنیتي چارو مسوولیتونه افغانانو ته وسپاري.

خو د افغانستان د ماموریت د ستراتیژۍ پر اساس، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو لګښتونه ورکړي.

دا چې د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه څومره دي، په دې اړه به د امریکا په شیکاګو ښار کې د ناټو په مشریزې غونډې کې چې په می میاشت کې به جوړه شي، بحث وشي.

مارک ګروسمن د جمعې په ورځ په برسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر او لګښتونو په اړه مشورې کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي دغه راز وویل، کوم څه چې ما نن په بحثونو کې واورېدل هغه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د اوږدې مودې ژمنه وه.

ګروسمن هغه راپورونه تایید نه کړل چې وایي، د امریکا متحده ایالات له اروپایي متحدانو څخه غواړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لګښتونو لپاره دې په کال کې یو اعشاریه درې میلیارده ډالره مرسته وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د اټکل پر اساس د افغانستان امنیتي ځواکونه په کال کې څلور اعشاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. امریکا به د دې لګښتونو دوه اعشاریه درې میلیارده ورکړي او افغان دولت یوازې په کال کې د پنځه سوه میلیونو ډالرو توان لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی وایي، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستو د دوام په اړه به د شیکاګو په غونډې کې د زیات شمېر هیوادونو مشران مشورې وکړې.
XS
SM
MD
LG