د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۹

منګل: په بدو کې د نجونو د ورکړې دود کم شوى


د پکتيا ولايت قومي مشران وايي چې په پکتيا او شاوخوا نژدې سیمې کې په بدو کې د نجونو د ورکړې دود د پخوا پر تله په ډېره لوړه فيصدي راکم شوی دی.

ويل کېږي چې د دې دود په راکمولو کې پخپله قومي مشران مرکزي رول لري او پخوا هم همدغه مشران و چې د قاتل کورنۍ به يې پر دې قانع کوله او مجبوروله چې د خپلو بدو په بدل کې د مقتول کورنۍ ته خپله لور يا خور ورکړي.
خو د پکتيا ولايت قومي مشر جنت خان منګل وايي: اوس – اوس يې د دغې ستونځې د حل لپاره نوې لارې چارې موندلې دي.

زموږ خبريال لمر نيازي په همدې اړه له قومي مشر جنت خان منګل سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې په بدو کې د نجونو د ورکړې موضوع پوښتلې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:22 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG