د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۹

د ۱۳۹۱کال لپاره د کانکور پایلې اعلان شوې


د لوړو زده کړو وزیر ډاکترعبیداله عبید
د لوړو زده کړو وزارت وایي، سږ کال یي د هېواد د مرکز او ولایتونو پوهنتونونو ته شاوخوا څلویښت زره محصلان جذب کړي دي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکترعبیداله عبید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کانکور په ځانګړي کمېټه کې د نتایجو ټولې چارې چې کمپیوټر او مجهزو تخنیکي وسایلو ترسره کولې خبریالانو ته وښودې.

ډاکترعبید زیاته کړه، د پوهنتونونو د روان تعلیمي کال ازموینې ته یولکو شپیته زره ځوانان داوطلب شوي وو، چې یولکو اوه څلویښتو زرو په کې برخه واخیسته.

ډاکترعبید د پوهنتونو د کانکور او د نوېو محصلانو د جذب په هکله وویل:

"هغوي چې سږ کال یي نومونه ثبت کړي وو، یو لکو نهه پنځوس زره دولس تنه وو، په امتحان کې شامل یولکو اوه څلویښت زره تنه وو.

اته دیرش زره شپږ سوه نوي تنه عالي موسسو او یو زرو یو سلو شپیته تنه دیني علومو ته بریالي شول، چې په حقیقت کې مو څلویښت زره جذب کړل."


د لوړو زده کړو وزیر د کانکور بهیر له پیل څخه تر پایه پورې شفاف وګاڼه او ویي ویل، د پوهنې،عامې روغتیا او د کار او ټولنیزو چارو له وزارتونو سره یو لړ تفاهم نامې لري چې له مخې به یي یاد وزارتونه په لسګونو زره هغوي چې د پوهنتونونو نمرې یي نه دي پوره کړي، جذب کړي:

"پاتې شپیته زره د پوهنې محترم وزارت په نیمه عالي موسسو کې جذبوي په اسلامي تعلیماتو کې لس زره تنه د ښووونکو د روزنې په برخه کې دیرش زره تنه او په تخنیکي تعلیماتو کې شل زره جذبوي او د شپې په پوهنځیو کې اته زره جذبوو چې د ټولو شمېر له یولکو څخه زیاتیږي."

سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت هر کال پوهنتونونو ته د محصلانو جذب زیاتوي، خو بیا هم په لسګونو زره له لوړو زده کړو پاتې کېږي.

کارپوهان وایي، په هېواد کې د وزګارو شمېر لکونو ته رسیدلي چې ټول یي له اقتصادي ستونزو مخ دي.

دوي وایي، دولت ته پکار ده چې، هم په خپله او هم د نړېوالې ټولنې په مرسته ځوانانو او وزګارو ته د زده کړو او کار او فعالیت پراخې پروژې تنظیم کړي.

راپور-خان محمد سیند

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG