د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۵

م.م په افغانستان کې خپل ماموریت وغځاوه


ملګروملتونو له افغانستان سره د مرستې په برخه کې پرون یو ځل بیا پر خپله ونډه ټینګار وکړ.

د ملګروملتونو امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د رایو په اتفاق هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د 2013 کال د مارچ تر 23 پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت دوره تمدیدوي.

پرېکړه لیک افغانانو ته د مسوولیتونو د سپارلو ملاتړ کوي او وايي چې دا بهیر به افغان دولت ته د خپلې راتلونکې د مشرتابه او مالکیت صلاحیت ورکړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې د خپل ماموریت موده تمدیدوي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د عوامو او سیاستوالو له خورا سخت فشار سره مخامخ دی څو په افغانستان کې پوځي عملیات ژر ترژره پای ته ورسوي.

د قرانکریم د سوځولو او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د اولسو ملکي وګړو له وژنې وروسته چې په دواړو کې د امریکايي پوځیانو لاس و، کله چې د افغانستان خلکو د امریکا په وړاندې خپله قهر او غوسه څرګنده کړه، دا غوښتنې نورې هم زیاتې شوې.

د ملګروملتونو په پرېکړه لیک کې راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او ثبات راوستو لپاره یوازې او یوازې د پوځي حل لاره نشته. پرېکړه لیک د امنیت، اقتصادي ودې، سالمې ادارې او پرمختګ په برخه کې د ستونزو د له مینځه وړلو لپاره د هراړخیزو اقداماتو پر اهمیت ټينګار کړی.

امنیت شورا همداراز ویلي چې د دې ستونزو د حل لپاره سیمه ایزه همکاري حیاتي اهمیت لري.

امنیت شورا په خپله غونډه کې همداراز پرېکړه وکړه چې د ولایتي بیارغونې ډلې PRTs او ځینې نور هغه تشکیلات به له مینځه ځي چې افغان حکومت یې موازي تشکیلات بولي خو په پرېکړه لیک کې د حکومت د ملاتړ لپاره د هېواد په ټولو ولایاتو کې د ملګروملتونو د ماموریت او موسسو د کار پر دوام ټينګار شوی.

امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې د ملکي چارو تنظیم او سمون ته به دوام ورکوي او د ناټو له ملکي استازي سره په ګډه به د ملکي افغانانو حقوق خوندي کوي.

پرېکړه لیک زیاتوي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د هلوځلو ملاتړ کوي او همداراز که د افغانستان حکومت غوښتنه وکړي، نو د راتلونکو انتخاباتو په تنظیم کې به مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG