د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

"افغانستان کې به په 2013 کې یوه د پام وړ ځواک ته اړتیا ولرو"


په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل، چې په راتلونکي کال کې د افغانستان لپاره د پام وړ محاربوي ځواک په کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو د څرنګوالي په اړه په واشنګټن کې تاوده بحثونه روان دي.

جنرال الن وویل، چې د امریکا پوځ په 2013 کال کې یو د پام وړ قوت ته اړتیا لري.

د سنا په غونډه کې جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککېن پوښتنه وکړه، په څه شمېر، 68 زره بس دي، جنرال الن په ځواب کې وویل:

"زما نظر دا دی ښاغلیه چې موږ به په 2013 کال کې یوه د پام وړ قوت ته اړتیا ولرو.

اته شپېته زره ښه شمېره ده ښاغلیه، خو زه باید په دې اړه د ولسمشر بارک اوباما څېړنه او نظر هم وپوښتم."


پلان اوس دا دی چې هغه ټول درې دېرش زره اضافي سرتېري چې د ولسمشر بارک اوباما په امر افغانستان ته استول شوي وو د سږکال تر اکتوبر میاشتې پورې واېستل شي او په دې توګه به اته شپېته زره سرتېري له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې پاتې شي.

جنرال الن له دې مخکې ویلي و چې دی به د روان کال ترپایه په دې اړه چې په 2013 او 2014 کلونو کې به امریکايي ځواکونه په کوم سرعت سره وځي خپل نظر څرګند کړي خو تمه ده چې دی به خپلې سپارښتنې په نوامبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ولسمشر بارک اوباما دوهمې دورې بریالیتوب ته پکې هیله من دی وړاندې کړي.

د امریکا ځینې مخکښ جمهوري غوښتونکي سیاستوال غواړي چې سپېنه ماڼۍ د افغانستان په هغو سیمو کې، چې په تېرو څو اونیو کې د ماتو لړۍ هلته د امریکا د تګلارې په اړه پوښتنې رامینځ ته کړې په زیات شمېر پوځي ځواک وساتي، خو د ولسمشر اوباما د دیموکرات ګوند سیاستوال بیا د افغانستان له اوږدې جګړې څخه چې لګښت یې خورا زیات دی، د ژرترژره وتلو پلوي کوي.

جنرال الن یادونه وکړه چې د افغان ځواکونو شمېر به، په راتلونکي کې ښايي شاوخوا دوه لکه دېرش زره سرتېري وي چې دا اندازه به له اوسنۍ شمېرې څخه تقریباً سل زره کمه وي.

سپینه ماڼۍ هیله لري چې د افغان ځواکونو د روزنې د تمویل لپاره د لویدیځ مرستې به په راروانه مې میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې اعلان کړي.

د افغانستان لپاره د ولسمشربارک اوباما ځانګړی استازی مارک ګروسمن اوس مهال د لویدیځو هېوادونو په پلازمېنو ګرځي څو د دې مقصد لپاره د هغو مالي ملاتړ جلب کړي.
XS
SM
MD
LG