د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۷

کندهار: په ځان وژونکي بريد کې ٢ ماشومان ووژل شول


په کندهار کې دوو ځان وژونکو بریدونو د دوپولیسو په ګډون ۹ تنه مړه او زخمیان کړل.

پیښه دقیقا شا و خوا څلور بجې د کندهار ښار لسمې امنیتي حوزې ته نږدې وشوه.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل چې دوه ځان وژونکي په یوه سراچه ډوله موتر کې ناست وو او لسمې امنیتی حوزې ته نږدې یې موټر ته چاودنه ورکړه.

د نوموړی په وینا په دغه پیښه کی دوه ماشومان وژل شوي، درې ماشومان، دوې ښځې او دوه پولیس زخمیان شوي دي.

̋ځان وژونکي دوه ماشومان شهیدان کړل، درې ماشومان، دوې ښځې او پولیس يېزخمیان کړي دي̋

بله خوا د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران هم تایيدوي چې دوی ته دوه مړي او اووه زخمیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمیر عيني شاهدان وایي چې برید پر نړیوالو ځواکونو شوى دى.

خو چارواکو او دغو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستى.

محمدصادق رښتینى
XS
SM
MD
LG