د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

"۴۴۶تړلي ښونځي به په روان کال کې بیا پرانیزو"


د افغانستان په نا امنه سیمو کې د تړل شوېو ښوونځیو پرانیستل د پوهنې وزارت په وړاندې یوه اساسي ننګونه ده، چې تر اوسه په کې د پام وړ پرمختګ نه په سترګو کیږي.

د پوهنې وزارت د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره په خپلو تعلیمي پروګرامونو کې یو ځل بیا دا مسئله ځای کړې او هڅه کوي، چې ټول تړل شوي ښوونځي بیا پرانیزي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال محمد اصف ننګ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي د دې لپاره له ښوونځیو څخه د ملاتړ لپاره له جوړو شوېو شوراګانو څخه مرسته ترلاسه کړي:

"سږ کال به موږ یو نیم میلون ماشومان په ښوونځیو کې جذبوو، زر ښوونځیو جوړوو او شپږ زره د زده کړې خونې جوړوو، یوویشت زره ښوونکي به مسلکي کړو په عین وخت کې به اوه سوه او دیرش زره هیوادوال د سواد د زده کړې تر پوښښ لاندې راشي او څلور سوه شپږ څلويشت تړل شوي ښوونځي به بیرته پرانیزو.

خو د دیارلس سوه یو نوي یم کال لوی شعار زمونږ داده چې مونږ درې کاله د ټولو ماشومانو په ښوونځیو کې د شمولیت کمپاین یا حشر په نوم نومولی ده او په هغه سیمو کې چې پوهنې لږ پر مختګ کړی هلته به ډير تمرکز کیږي."


ښاغلي ننګ وویل، چې له ښوونځیو څخه د ملاتړ شوراګانو له لارې تراوسه پورې شاوخوا اووه سووه ښوونځي بیا پرانستې دي.

ددې ترڅنګ د پوهنې وزارت غواړي سږ کال او په راتلونکو دریو کلونو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د لیږلو لپاره پراخ کمپاین وکړي.

ده زیاته کړه، چې ددوی ددې کمپاین زیات تمرکز به په هغو ولایتونو وي، چې د پوهنې په برخه کې یی لږه وده کړې.


د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۱ تعلیمي کال په پیلیدو سره به یو نیم میلون زده کوونکي په ښوونځیو کې جذب کړي، او د دوی په وینا زر نوي ښوونځي به هم جوړ کړي.

خو بل خوا بیا یو شمیر افغان کارپوهان وایي چې د پوهنې وزارت په یواځې توګه نشي کولای دغه ښوونځي بیا پرانیزي.

حبیب الله رفیع پدې هکله د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

"د پوهنې وزارت چې اعلان کړی چې په نا امنه سیمو کې به ښوونځي خلاصوي، غالباً د هغو ژمنو په اساس دي چې دوی تیر کال اعلان کړی وو طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی چې د ښوونځيو مخه نه نیسي.

که مرسته ورسره ونشي او دا دطالبانو ژمنه عملي نشي نو په هیڅ صورت کې د پوهنې وزارت دا توان او قدرت نه لري چې دوی په خپل زور دغه ښوونځي پرانیزي."


د رپوټونو له مخې سره لدې چې د پوهنې له وزارت سره د نړیوالې ټولنې له خوا ډیرې مرستې کیږي، خو بیا هم د هیواد په یو شمیر نا امنه سیمو کې ماشومان د زده کړې له نعمته بې برخې دي.

د زده کړې د کچې ټیټوالی، د ښوونکو نه مسلکي توب، د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د ښوونځیو سوځول، د زده کوونکو او ښوونکو ځورول او د نجونو په مخونو باندې تیزاب شیندل هغه ستونزې دي چې د پوهنې وزارت ورسره مخ دی.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG