د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

"افغان ځواکونه باید د امنیت په راوستلو کې ډیره ونډه واخلي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ملي پوځي اکاډمی له فارغانو څخه وغوښتل، چې له خپلو مسلکي زده کړو څخه دې د هېواد د پولو په ساتلو او ملي ګټو په لارو کې کار واخلي.

ولسمشر وویل، افغان امنیتي ځواکونه باید د امنیت په راوستلو کې ډیره ونډه واخلي او افغان ځوانان کولای شي په خپلو هڅو، هېواد د پرمختګ او ترقی منزل ته ورسوي.

ښاغلی کرزي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ څخه د نوېو افسرانو د فارغیدو په مناسبت په جوړې شوي غونډه کې وکړي:

«ګرانو ځوانانو په دې پوهه د وطن خدمت ته اقدام وکړي، افغانان ستاسو په همت او زده کړه ارزو ته رسیدلی شي.

تاسی ته پکار ده چې خپل مهارتونه نورو ته انتقال کړي ترڅو خاوره په خپلو پښو ودریږي»


ښاغلي کرزی وړاندې وویل، سره له دې چې افغان یو زړه ورملت دی، خو د کادرونو او مهارتونو کموالی بهرنیو متخصصینو ته اړ کړی دی.

د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک له اکاډمی څخه د نوېو افسرانو فراغت، د اردو د لیکو کمیت او کېفیت ته اغیزمن وباله.

ښاغلي وردک له نوېو افسرانو وغوښتل، چې خپلو مسئولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي:

«هغه څه چې تاسې په مسلکي ډول ضرورت و، هغه مو زده کړل او د دې وړ شوای چې هېواد او خلکو ته خدمت وکړﺉ نو پکار ده چې خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي.»

د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ له څلورمې دورې څخه د پنجشنبې په ورځ« دوه سوه دري اویا » تنه نوي افسران، د پیاده، توپچې، مخابري، ټانک او داسې نورو برخو کې فارغ او سندونه یي تر لاسه کړل.

له اکاډمی څخه یو نوی فارغ شوی افسر د ده د زده کړو په هکله وویل:

«زما نوم سرتاج د ننګرهار اوسیدونکې یم، عمومی اول نمره فارغ شوم، غواړم د خپلو زده کړو پر مټ خلکو ته خدمت وکړم، په دې اکادمی کې هر ډول وسایل پوره دي، خو که تخنیکي وسایل خصوصا د کمپیوټر په برخه کې، لا به تجهیز شي»

د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ چارواکې وایي، له دې اکاډمی څخه په تیرو درې دورو کې کابو شپږ سوو محصلانو مسلکي زده کړې کړي، فارغ او د ملي اردو په لیکو کې ځای پرځای شوي دي.

راپورخان محمد سیند
XS
SM
MD
LG