د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

افغان ولسمشر امریکا سره د ستراتيژیک سند په اړه د پرمختګ ډاډ ورکړ


افغان ولسمشر د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیک په اړه په روانو خبرو کې د پرمختګ ډاډ ورکړ، خو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه یې جزیات ورنه کړل.

حامد کرزي چې د پنجشنبې په ورځ یي د کابل په پوځي اکاډمۍ کې د ځوانو افسرانو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې یو ځل بیا د افغانستان پر شرایطو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي وویل، ترهغو چې امریکا د افغانستان د دودیزي لویې جرګې شرایط ونه مني د ستراتيژیکو اړیکو سند به ورسره لاسلیک نه کړي:

"زموږ خبرو پرمختګ کړی، له امریکا سره دا مهال په خبرو کې یو ترڅو یو داسې ستراتيژیک تړون ته سره ورسیږو، چې په هغه کې د افغانستان ملي ګټې په ټولې معنی سره نغښتې وي، اوس په دې کار روان دی، چې د افغانانو پر کورونو د شپې حملې بندې شي، موږ به هغه وخت موافقې ته سره ورسیږو چې د لویې جرګې شرایط ومنل شي."

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول او د ده امریکایي سیالې میرمن کلنټن هم به روانو خبرو کې د پرمختګ یادونه وکړه، خو دوي هم په دې اړه زیات جزیات نه دي وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک سند په اړه تر ټولو لوی خنډونه د امریکایي ځواکونو د شپې عملیات او افغان حکومت ته د زندانونو سپارل دي.

امریکایي چارواکو څه موده وړاندې له افغان حکومت سره د بګرام زندان د مسولیت سپارلو په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه او ویل کیږی چې امریکا به د شپنیو عملیاتو د بندیدو شرط ته هم غاړه کیږدي.

د امریکا د بیا بیا غوښتنې له مخې که څه هم افغان دولت دې ته حاضر شوې، چې د ستراتیژیکو اړیکو دا سند د شیکاګو تر سرمشریزې لاسلیک کړي، خو ویلي، چې د پوځي اډو په اړه د خبرو لپاره یی یو بل کال وخت غوښتې.

کارپوهان بیا وایي چې امریکا ځکه د پوځی اډو خبره په شا واچوله چې اوس ددې خبرې د مطرح کیدو وخت نه دی.

افغان کتونکی احمد سعیدي وایي چې امریکا دامهال په افغانستان کې څو پوځی اډې لري خو له افغانستان څخه له وتو سره سم به د دایمي پوځې اډو خبره میدان ته را وباسي:

"امریکایان اوس عملاً په افغانستان کې پوځي اډې لري، د شورواک،د بګرام، د پکتیکا اوخوست کې اډې یادوم، چې اوس عملاً شتون لري، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې هغوی لاړ شي نظامي اډې تعینیږي، اوس خو اډې لري، ستراتیژیک تړون له اډو پرته هیڅ معنی نه لري."

خو دا هغه څه دي، چې د سیمې په ځینو هیوادونو کې اندیښنې ورباندې ښودلې کیږي او د ځینو رپورټونو له مخې ایران خو بیا د هغې د مخنیوي لپاره زیاتې هلې ځلې پیل کړي دي.

دا، چې افغان حکومت به په کور دننه او د ګاونډیو هیوادونو د فشارونو په موجودیت کې پدې اړه څه ډول پریکړه وکړي اوس یی اټکل ګران دې.
XS
SM
MD
LG